ددې غزلونو شاعران څوک دي ؟
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
زړګيه ! صبر شه زۀ نه ورځم کوڅې پورې
رنګ ، رنګ خبرې به بيا کېږي په هغې پورې
پېغلې ته وايه ، چې لږ خيال د لوپټې ساتي
ريښه يې رسي چې د پلار نيکه شملې پورې
سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم
لاړمه راغلمه څو ، څو ځلې کعبې پورې
چا درته وې ، چې ځه ګرجې او بُتکدې سېځه
اوس ملا راغلو هغه اوس ستا مُسلې پورې
واعظ خپه دى د چېړلو يې څوک پاتې نه شو
سترګې يې سرې وې ، چې مې راغلو جنازې پورې
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
ملالې خود به دې لمبې کولې
چې د لمبو نه دې جامې کولې
د ګلدرو شپنو شپېلۍ خرڅې کړې
چې په بازار کې يې پيسې کولې
بغير له تابه يې بل څوک يادول
چې مې د زړه زخمونو خولې کولې
نن مې هغه وژني اختر دى په ما
ما چې به تل د چا کيسې کولې
داڅوک ده څوک به وي هغه بختور
خدايه ! داچاته يې ښېرې کولې
مونږ کوم يو ګل ته کوم ډنډر ته د ګل
لکه مرغۍ په غنو شپې کولې
سلام يې راغى پسرلى رانغى
کاڼو ژړل بوټو لمبې کولې
څنګه به زه نه ګډېدمه په دار
هغې له بامه تماشې کولې