غزل

شهزاده شيرين زوى

توپير همدومره دى چې وړي تا ، پښتو تر داره
خو ښايې يوسي اى ښاغليه ما، پښتو تر داره

پرون دې وېلې، نن يې نه وايې،څرګنده ده چې
په خپله خوښه به ور وړې سبا ، پښتو تر داره
د منصورخورنه ده نو څه ده د سر سترګې وخورې
چې همېش تللې ده په حق وينا، پښتو تر داره
که پښتانه يې په رښتيا کاندي خوندي زړونو کې
هيڅوک به هيڅ کله يونسي بيا ، پښتو تر داره
قسم په خداى دى که همداسې بې خواخوږي وي،نو
هر يو اغيار به کشکوي همدا، پښتو تر داره
که مخ يې و نه نيسو  ژر ژر به يې ورسوي
د نورو خلکو کلتوري بلا ، پښتو تر داره
پښتو  يوازې ژبه نه ده ډېر نومونه لري
تلې په سر د ننګ ، ناموس ، حيا، پښتو تر داره

هر سړي وليده په سترګو شيرين زويه اشنا
چې د مېلمه په ننګه لاړه زما، پښتو تر داره