غزل

نصرت الله الهام

ديښې ، ريښې شلېدلي دي تڼۍ دکوم مين
په غاړه ده د اوښکو غاړکۍ دکوم مين

نن بيا پدې چنار دچا جوړه نومونه ليک دي
زړه وړى دى نن بيا کومې نجلۍ دکوم مين
بوډايم خو په زړه کې مې دچا خواږه يادونه
تېرېږي لکه ورځې د ځوانۍ دکوم مين
لنډۍ لکه دشنو بنګړيو شرنګ په نيمه شپه
غزل لکه خوږه ، خوږه شپېلۍ دکوم مين

په دښته کې دونې لاندې لمونځ دماسپښين
په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ دکوم مين