ليكوال: صديق الله بدر

 

 

 

 

 

 

 

                دويمه ښځه

 

د بنې له راتګ دوه مياشتې وروسته زرمينې خپلې خواښې ته چې ترور يې هم كېده، ګيله وكړه چې خاوند يې خپل لوظ مات كړى او هغه يې هېره كړې ده. خواښې يې ورته تسلي وركړه چې په كراره به له خپل زوى سره وغږېږي. پردې خبرې دوه مياشتې نورې هم واوښتې او له دې سره د زرمينې حوصله نوره هم تنګه شوه، پرېكړه يې وكړه چې د شپې دا خبره بيا د خپل خسر په مخكې ياده كړي خو ګړۍ نيمه وروسته پښيمانه شوه:" نه، نه! دا د شرم خبره ده. څنګه او په كومه ژبه زه دا خبره د هغه په مخكې وكړم، نه، نه شرم دى، هيڅكله به هم دا خبره و نه كړم، خير دى يو څه وخت به نور هم وګورم "

مياشت وروسته په كور كې د بنې واكمنېدل او تر پخوا لا زيات د خاوند بې تفاوتي سخته وځوروله. د شپې همدا چې له خپل خسر او خواښې سره يې د هغوى په كوټه كې ډوډۍ وخوړله خپلې كوټې ته ولاړه. څه شېبه وروسته خواښې يې هم راغله او ترې وپوښتل:" زرمينه جانې! دا څنګه بې غږ و غوږه د وخته خپلې كوټې راغلې، كاكا دې ولېږلم چې ناروغه خو به نه يې څه؟"

زرمينې تر څه سوچ وروسته ځواب وركړ:" نه، ناروغه نه يم، خو ..."

- خو څه؟

- ما ولې چېړې، خپله ښه پوهېږې.

- خير لورې دومره حوصله دې وكړه يو څه وخت نور هم وګوره. خداى مهربانه دى، ګوندې فكر يې وشي.

- زما پروا نشته، په لور مې ځورېږم. ته ګوره دا څو مياشتې يې په والله كه سمه پوښتنه كړې وي او يا يې په مينه غېږ كې نيولې وي. بس چې راشې خپلې كوټې ته شي. اخر درې كلنه ماشومه ده، مينه غواړي. هر مازيګر پلار پلار كوي او بيا د شپې تر ناوخته ژاړي. دا څو ورځې زه هغه په زوره تر مازيګر د مخه ويده كوم، چې بيا ونه ژاړي.

خواښې يې يو سوړ اسوېلى وكېښ او خپلې كوټې ولاړه. زرمينه د شپې تر ناوخته د خپلې لور تر څنګه ناسته وه، د هغې پر سر يې لاس تېراوه او ژړل يې. سهار مخكې تر دې چې وظيفې ته ولاړه شي، د خپلې بنې شازيې د كوټې دروازه يې وټكوله. خپل خاوند يې بهر راوغوښت او ورته يې وويل:" سلام جانه! كه اجازه دې وي، چې له وظيفې راغلمه زه او شيرينه به يو دوه شپې پلار كره مې ورشو"

خاوند يې په كټ كټ پرې وخندل او همداسې، چې بېرته خپلې كوټې ته ننوتو ويې ويل:" بې عقلې ما ويل څه به وايې، دوه شپې څه، څومره چې دې زړه كېږي پاتې شه، چا دې مخه..."

د سلام خبره لا ختمه نه وه، چې دا په ژړا سر شوه او په ژړا ژړا د خپلې خواښې كوټې ته ننوته، خپله لور يې غېږ كې ونيوله او خپلې خواښې ته يې وويل:" ترورې! ..."

خو خواښې يې خبره ونيوله:" هر څه مې واورېدل، خو خير دى ډېر مه پاتې كېږه، بې له تا كور ښه نه ښكاري، موږ درپسې خپه كېږو، له شېرنۍ پرته ډوډۍ خوند نه راكوي، دا څو شپې والله كه د ډوډۍ په خوند پوهېږو، خير دى ژر بېرته راشه"

- زما مقصد له تګ څخه نه و، ما ويل ...

- زه په هر څه پوهه يم، تا غوښتل كه داسې هغه پوه كړې.

- ترورې خپه كېږه مه خير كه يو څه وخت وځنډېدم.

- نه لور جانې داسې مه كوه، زه ګمان نه كوم، چې هغه درپسې راشي. زه نه پوهېږم چې پر سلام څه شوي. هغه خو پخوا په دې خپه كېده، چې كومه شپه نيمه به دې خپل پلار كره تېروله.

زرمينه خپلې كوټې ته ولاړه، له يوه بكس نه يې خپلې او د لور جامې راواخېستې. خپلې لور ته يې چې جامې ور واغوستې بيا يې بكس پرانست، د خپلو سرو سيټ يې هم راواخيست چې له ځانه سره يې وېسې، خو ژر يې هغه بېرته په بكس كې كېښودل او مخ قبلې ته واړاوه:" نه، نه! خدايه ته مې وبښې دا بد سوچ مې ولې وكړ، خدايه هغه ساعت نه راولي، خداىه موږ سره جدا نه كړې. خير دى اخر به پوه شي"

زرمينه په سوچونو كې ډوبه له كوره وخوځېده:"

- زرمينې څه كوې چې ځې، اخر مياشت مخكې تللې وې، باور وكه په دې كارونو دې ځورېږم.

- زيات نه پاتې كېږم، بس درې څلور شپې. هغه هم د خپلې مور په خاطر هر وخت ګيله كوي چې نه پاتې كېږم.

- اوهو، درې څلور شپې! نه! نه كېږي.

- خير يوه شپه كوم.

- مور دې تېره جمعه راغلې وه، څه كوې چې ځې ؟ راځه له تګ نه تېره شه. كه زما نه منې بيا ونه وايي چې ولې درسره نه غږېږم.

- خير داسې كوم چې اوس ځم مازيګر بېرته راځم.

- نو له دې تګ نه څه فايده؟ راځه ښه ده، چې هيڅ ولاړه نه شې.

- نه! نه كېږي، خپلې مور سره مې وعده ايښې، بيا خپه كېږي.

- سمه ده خو ګوره همدا چې اشاره مې وكړه پاڅېږې به.

 كله چې د خپل پلار د كور تر مخې ودرېده، په فكر كې شوه:" ها! دا مې څه وكړل، زه بايد وظيفې ته تللې واى، زموږ امر نوى راغلى، كارونه هم ډېر دي، غير حاضره مې نه كړي، جدي سړى ښكاري، راته په غوسه نه شي"

بېرته وګرځېده، يو څه ټوټه، چې ولاړه خپل ساعت ته يې وكتل:" نه، ناوخته دى، دوه ساعته تېر دي، اوس به يې د وخته غير حاضره كړې يم"

زرمينه بېرته تاوه شوه او د خپلې مور كور ته ننوته. د هغې په ليدو مور يې په منډه مخې ته يې راووته:" اوهو، سترګې مو روښانه، دا لمر له كومې خوا راوخوت، ته خو كله هم دا وخت نه راتلې، لكه چې وظيفې ته نه يې تللې؟"

تر ستړي مشې وروسته د زرمينې مور دروازې ته وكتل:" څه شو، سلام جان څه شو؟"

- موږ يې راورسولو، خپله لاړ.

- دې دويمې ښځې سره اوس هغه زموږ پوښتنې ته هم نه راځي، پخوا ښه و، يو ورځ دوه ورځې بعد به يې زموږ پوښتنه كوله.

مازيګر پلار يې له كور نه د وتو په وخت مور ته يې غږ وكړ. خو تر هغه مخكې چې مور يې ووځي دې ورته له كړكۍ نه وويل:" اغا جانه! موږ يو نه ځو"

پلار يې بېرته راوګرځېد، په ډېرې خوشالۍ يې شيرينه غېږ كې واخيسته او له هغې سره دوكانونو ته ولاړ.

په درېيمه شپه مور ته يې سودا ولوېده او ترې وپوښتل:" لور جانې! خپه نه شې، په پاتې كېدو چې څومره پاتې شې نه خپه كېږو، خو خبره دا ده چې پخوا خو به يو ساعت نيم ساعت لپاره راتلې او بيا به دې كور ته تلوار و. رنګ دې هم راته په ځاى نه ښكاري، خيريت خو به وي؟ "

زرمينې په خندا وويل:" هيڅ خبره هم نشته، سلام چيرې روان و، ما ويل تر څو بېرته راځي زه به دلته يم."

د څلورمې ورځې په مازيګر د خپلې خواښې په فكر كې شو او د هغې خبرې يې په ياد شوې:" موږ درپسې خپه كېږو، له شېرينۍ پرته ډوډۍ خوند نه راكوي، خير دى ژر بېرته راشه"

دا په همدې سوچونو كې وه، چې پلار يې شيرينه له ځان سره واخيسته، چې دوكانونو ته يې بوځي. هغه له كوټې وتو، چې دې ورته وويل:" اغا جانه! شيرينه درسره مه بيايه، موږ خپل كور ته ځو"

پلار يې په تعجب ورته وكتل:" څه تا خو پرون شپه وويل، چې لس دولس شپې به نور هم يې، څنګه يو دم له خپلې خبرې واوښتې"

له شيرينې سره نيكه او نيا يې ډېره مينه لري، ورپسې خپه كېږي.

زرمينه ماښام مهال له خپلې لور سره خپل كورته ننوته. خواښې او خسر يې دواړه په ډېرې خوشالۍ د هغوى مخې ته ووتل. تر ستړي مشي وروسته خواښې يې په خوشالۍ په غوږ كې ورته وويل:" سلام سم شوى، دا دوه شپې ښځه او مېړه له موږ سره ډوډۍ خوري. اوس هم زموږ په كوټه كې ناست دي، نن شپه زموږإ مېلمانه دي، ښه شو چې تاسې هم راغلى"

زرمينې كوټې ته په ننوتو سره سلام واچاوه خو چا يې د سلام ځواب ورنه كړ. ډوډۍ چې وخوړل شوه، سلام اوشازيه خپلې كوټې ته ولاړل. زرمينه هم په مات زړه خپلې كوټې ته ورغله او شپه تر سهاره يې وژړل او دوه درې شپې وروسته بيا خپلې مور كره ورغله. په يوه مياشت كې څو ځلې خپلې مور كره تګ راتګ او د موبايل اخيستل او ډېر وخت له موبايل سره مشغولېدل سلام سودايي كړ، يو ماښام همدا چې د زرمينې په موبايل كې يې د پيغام راتللو زنګ واورېد پر زرمينې يې غږ وكړ:"

زرمينه له موبايل سره په منډه راووته او په خوشالۍ يې ده ته وكتل:" څه دې ويل!؟"

- نه څه مې ويل، ستا موبايل مې په كار و، زما د موبايل كارت خلاص دى.

- هه واخله

سلام موبايل واخيست او د زرمينې تر مخه يې د مسېجونو بكس پرانست: " زرمينې! زما ورور ښه سړى دى، خوشاله به دې وساتي. كه خاوند دې ستا په كيسه كې واى په دې يو كال كې لاقل وار دوه خو به يې  خبرې درسره كولې. زما د عمه لور ستا بنه داسې مكاره نه ده، چې سلام ستا په كيسه كې شي. راځه خبره مې ومنه. امريكا ته به ولاړه شې."

" عجيبه ښځه يې يو خوا نه ګېلې ورنه كوې او له بله خوا د هغه د عزت خبره كوې. زه درته وايم كه شازيه وي، هغه نه په لاره كېږي، راځه زما خبره ومنه"

" څه؟! كه مړه هم شې او سلام دې له كوره وشړي هم، بل مېړه نه كوې، عجيبه ښځه يې، كه زه ستا په ځاى واى اوس به د وخته امريكا كې ومه، ما خپل ورور ته ستا عكس استولى، ته يې له لور سره دې منلې ېې او ماته يې قسم راكړى چې تا ورته واده كړم"

" څه؟! د مېړه يو تار وېښته له ټولې دنيا سره نه برابروې، اول كې خو ښكارېده،  چې زما خبره درباندې ښه لګېدلې وه، دا په تا څه وشول، ښه چې داسې ده، دا زما وروستى پيغام شو خو چې بيا پښيمانه نه يې" 

د هر پيغام په لوستلو به يې هر ځل تر پخوا لا زيات تندى ورين شو او په مينه مينه يې زرمينې ته كتل.

كله چې ټول پيغامونه يې ولوستل زرمينه يې تر لاسه ونيوه او د هغې كوټې ته ولاړه. خپله لور يې په غېږ كې ونيوه، څو واره يې په مينه مينه ښكل كړه او بيا يې په زوره شازيې ته نارې كړې:" پلار او مور ته ووايه چې دلته راشي نور ډوډۍ د زرمينې په كوټه كې خورو."