لويه خدايه ! لويه خدايه

                        ساجد

خدايه  زۀ درنه يرېږم
خپل دښمن وژلى نه شم
وايم !  دا خو ستا بنده دى
وايم  ما غوندې انسان دى
له دښمن نه هم په وېره
ځکه ژوند راباندې ګران دى
له دښمن نه پنا غواړم
خو څه رحم له تا غواړم
لويه خدايه ، لويه خدايه
بس دى ، اوس مې ته پيدا کړې
نور به نه درنه يرېږم
ځکه ته خو په ما ګران يې
ته دښمن نه يې ، جانان يې