غزل
نبيله غزل

که مرور شې ؛ نو پُخلا به دې کم
که رانه ورک شولې پيدا به دې کم
که په خندا شوې په خندا به شمه
که په ژړا شوې ، په خندا به دې کم
ددې نري زړګي درزا به دې کم
په خپله لپه کې دُعا به دې کم
ګلابه ! خداى دې راته تل لره
که ژوند باقي وو نو معنا به دې کم