غزل

نصرت الله الهام

د وصال او د سجدو مانا يوه ده
د امېل او د تسبو مانا يوه ده
تورې ورېځې دي په غرونو راخورې دي
تورې زلفې په اوږو، مانا يوه ده
چې جزبه يې د سپېڅلي زړګي نه وي
نو د اوښکو او اوبو مانا يوه ده
د نظر په دايره کې چې اوسېږې
ستا د ورځو او دشپو مانا يوه ده
مسلمان نه دى الهامه پښتون نه دى
د اسلام او د پښتو مانا يوه ده