مډرن دين او زړې خبرې

اسلام تر ټولو مډرن دين !!!
يولک څلوريشت زره زيات وکم پيغمبران ټول د يو دين ، يوې عقيدې اويو اسماني قانون سره نړۍ ته راغلي دي ، په دې ټول مسلمانان ايمان لرو او دا ټول پېغمبران منو ، څښتن تعالا چې انسان د نيا ته رالېږلى دى ديو بې مانا او بې موخې ژوند لپاره نه، بلکه خداى پاک وايي چې ما انسانان او پيريان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي او ددې انسانانو دلارښوونې او دبې لارو او منحرفو عقايدو د مخنيوي په موخه يې پېغمبران کتابونه او صحيفې رالېږلي دي ، يانې چې تاسې زما بندګان يئ ، ماته په دغې لاره ( دين ) راشئ ، خو د وخت په تېرېدو سره دغه لارې ( دينونه )  له اغزيو ډکې شوي يانې تحريف شوې  او هغه کتابونه او صحيفې په خپل شکل او مانا نه  پاتې نشوې ، د انسان په جامه کې شيطانانو به که په يوه لاره کې اغزي وشيندل او رالېږلى کتاب به يې تحريف کړ هغه قوم به يې تباه کړ او يوبل دين او کتاب به يې ديو نوي پغمبر په راتګ سره راولېږه  ، دا پيغمبر به هم د برياليتوب د يوې نوې لارې سره راغى  د يوې روښانه معجزې کتاب او يا هم د صحيفې سره ، دا سلسله تر اسلام پورې رارسېدلې ده ، په پاى کې اسلام راغلى دى دا هغه لاره ده چې څوک يې له اغزيو نه شي ډکولى او انسان نه شي کولاى چې ددې دين چې د دنيا د ژوند لپاره يو نظام او د دنيا او آخرت دبرياليتوب لاره ده  تحريف کړي ، ځکه چې ددې کتاب ( قران ) د ساتلو بار يې ددې دين په پيروانو نه دى ور اچولى او څښتن تعالا يې پخپله دساتلو او د تحريف د مخې د نيولو ژمنه کړې ده ، نو له ټولو دينونو يا هغو لارو چې د بريالتوب په لور تللي دي دا له ټولو وروستۍ او مډرن لاره ده .
د اسلام او د اسلامي مسائلو په اړه د هرې پوښتنې ځواب هم نقلي او هم عقلي شته دى ، کله چې خوږ پيغمبر حضرت محمد ص وويل (( اليوم اکملت لکم دين کم )) دا دين مکمل شو او داسې پوښتنه نه ده پاتې چې ځواب شوې نه وي ، بيا د هر دور په تېرېدلو سره په هره پېړۍ کې د دې دين يو (( مجدد)) راغلى دى چې هغه راولاړې شوې پوښتنې چې د عامو خلکو په مغزو کې ولاړې وې ځواب کړي يې دي .
داچې اوس دا مډرن دين ته ولې ځينې ناپوهان زړې خبرې وايي لامل يې دادى چې دوى ددې دين په تعليماتو نه پوهېږي او که يې د تبلېغيانو په ژبه درته ووايم (( يقين يې نه دى پوخ )) د اسلام د تاريخ او اسلامي انساني تعليماتو په لوستلو خو ډېر غير مسلم مسلمانان شوي دي ، خو په خپله په اسلامي ټولنه کې داسې په نامه مسلمانان شته چې د اسلام له اصلي روح نه نه دي خبر ، ورسره داسې د اسلام ټېکه داران هم شته چې د اسلام د اصلي روح نه نا خبره دي او د وخت د غوښتنو سره سم د اسلام د تعليماتو په رڼا کې مزل نه کوي ، که مونږ وايو چې اوس مونږ غلامان او وينځې د امت د اجماع په اساس نشو ساتلاى حال داچې په اسلام کې د وينځو او غلامانو ساتل شته دى ، نو مونږ ولې دغه مډرن دين ته زړې خبرې ووايو او د خپلې خوښې په بې دينه او بې منطقه لاره قدم کېږدو ،  د دې مبارک دين د تعليماتو په رڼا کې د وخت له غوښتنو سره سم ولې بايد قدم کې نه ږدو ، که مونږ د اجماع امت يوه مهمه مسئله د خپلو ستونځو د هوارولو لپاره لرو ولې بايد د وخت د غوښتنو سره سم د اجماع نه په کټې اخيستنې سره خپلې ګټې خوندي نه کړو ، ولې په داسې کړنو سره د خپل مبارک دين ( اسلام ) نوم بد کړو او نړۍ ته ترې يو داسې (  بو ) جوړ کړو چې سړى يې آن د نوم په اخيستلو ووېرېږي .

په داسې حال کې چې د نړۍ د منحرفو عقيدو پيروان لګيادي او لويو لويو دسيسو په کار اچولو سره غواړي اسلام بدنام کړي . چې لويه مرسته ددوى ددې دسيسو په بشپړولوکې مسلمانان ورسره کوي .
ده داسې عقيدوي ، انساني او شرعي مسايلو بحث تبليغ او رسول پکار دي چې ترټولو اړين وي نه داچې په غير ضروري جزئي مسايلو خپل وخت ضايع او په غير اصولي اختلافاتو  د مبارک دين نه خلک ووېروو .
همدارنګه هغه مسئلې چې اوس مهال لپاره يوې اړينې پرېکړې او د امت اجماع ته سترګې په لاره دي د حل لاره يې بايد د وخت له غوښتنې سره سم ولټوو.

د بې دينۍ خو هيڅ سوال نه پيدا کېږي ځکه چې لېونى نوي فکر ولري او انسان وي ارو مرو به په ژوند کې عقيدې ته اړتيا ولري ، چې دهمدې اړتيا په اساس څښتن تعالا دې نړۍ ته پېغمبران کتابونه او صحيفې د انسان لپاره رالېږلي دي .


د اسلامي امت د برياليتوب په هيله

نجيب الله روحاني : پېښور

n_rohanee@hotmail.com

 يادونه : ګرانو لوستونکو د مينې او خلوص نه ډک سلامونه مې ومنئ . په ديني موضوعاتو تبصرې ډېره ګټه رسوي او په دې مسايلو غږېدل او ځان پرې پوهول د هر مسلمان دنده ده  ، داسې تبصرې وکړئ چې خلک ترې ګټه واخلي   او په بې ګټې او بې نتيجې تورو هسې کرښې مه توره وئ .

دا له ټولو ښاغلو لوستونکو نه د تنده بلوګ هيله ده

په مينه او درناوي

www.tolafghan.com/thanda