غزل

آباسين يوسفزى

ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران
هر څه په تندي کېږي حيران يمه حيران
دا د حسن لمر چې درنه پورې غاړه پرېوځي
څنګ به دې خاني کېږي حيران يمه حيران
سوځمه هرڅو که د لمبو په منځ کې پروت يم
بيا مې هم يخني کېږي حيران يمه حيران
دغه د وطن حسن شناس دي چې يې ويني
يوې په سپرلي کېږي حيران يمه حيران
ته د آباسين په غاړه وچې شونډې ناست يې
ستا هم زندګي کېږي حيران يمه حيران