غزل

نصرت الله الهام

بندګۍ کې څه شک ساته ؟

بس يقين دې پې کلک ساته

د بري لاره همدا ده

زړه له مينې نه ډک ساته

ښکليه حسن به دې ښه وي

خو د سترګو نمک ساته

تل د سولې طرفدار شه

مګر جنګ ته ټوپک ساته

چې مين شوې صبر وکړه

چې شپونکى شوې پتک ساته

 

کابل -- ٢٠٠٨--١--٢