سيد انتظار خادم : جلال آباد
د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.com
نيټه : 03-02-2008
غزل
د سترګو رپ کي رانه اخلي ښه ارزانه زړونه
چارانه واغستل او وغواړو د چانه زړونه
دلته خو غشي څوک د ښکار لپاره نه ګرځوي
د ښکلو چم دي پيدا کيږي پريمانه زړونه
يو څو به وي دا سي خو نه ده چي بالکل نه شته دي
که پسي وګرځو ښه ډير به وي جانانه زړونه
قسم دي ډير دغي نړئ کي تنها شوي يمه
خير دي زما لپاره وشينده بارانه زړونه
زمونږ د کلي خلک تيږي ګرځوي ټټر کي
نور د ګلانو په ځاي وکره باغوانه زړونه
څو ځلي وټوکيده څوځلي ټوټي ټوټي شو
خير دي خادمه ماتوي ښکلي پخوانه زړونه