غزل
روغانى
ځار شم له دُنيا نه ، دلبري پکې آزاده ده
هيڅ تپوس يې نشته ، مُفتخوري پکې آزاده ده
ظلم پکې نشته ، بې ګناه قتلونه نه کېږي
بې سرټفکيټه ډاکټري پکې آزاده ده
کلَرک دى که افسر دى که ډاکټر دى که قاضي وکيل
نور د داسې خاصو خُودسري پکې آزاده ده
يو خوا شريعت د ژوندو مړو احاطه کوي
بل خوا د بابا منجاوري پکې آزاده ده
يو خواته بې تاجه بادشاهي د پيروښان په لاس
بل خوا د ملا منېټري پکې آزاده ده
ورکه ده د علم عقل پوهې مشري پکې
صرف د اوټونو مشري پکې آزاده ده
ډېر څيزونه بند دي په اسلام کې روغانيه خو
شکر دى په دې چې شاعري پکې آزاده ده
03.02.2008
- نصرت الهام
سيد انتظار خادم : جلال آباد د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 03-02-2008
غزل د سترګو رپ کي رانه اخلي ښه ارزانه زړونهچارانه واغستل او وغواړو د چانه زړونهدلته خو غشي څوک د ښکار لپاره نه ګرځويد ښکلو چم دي پيدا کيږي پريمانه زړونه يو څو به وي دا سي خو نه ده چي بالکل نه شته دي که پسي وګرځو ښه ډير به وي جانانه زړونه قسم دي ډير دغي نړئ کي تنها شوي يمه خير دي زما لپاره وشينده بارانه زړونه...
04.02.2008
- نصرت الهام
ژباړونکی : بابر امين زى جانهغه په يوې نجلۍ مين و ،ديو چا په سترګو لېونى و ، يوسوي زړه يې په سينه کې ټوپونه وهل ، اقتصادي وضعه يې چندان نه وه، په يوه عادي شرکت کې مامور و، خو خپله مينه به يې په رنګارنګ ارزښتناکو تحفونازوله ، هرو مرو به يې داسې څه ورته راوړل چې هغه خوشحاله کړي ، تل به دواړه يوځاى و، دواړه ښه سره خوشحاله و، خو داټولې خوښۍ هغه ورځ له منځه لاړې په کومه ورځ چې نجلۍ په ښکاره ځواب ورکړ .
(( ما...