ژباړونکی : بابر امين زى
جان
هغه په يوې نجلۍ مين و ،ديو چا په سترګو لېونى و ، يوسوي زړه يې په سينه کې ټوپونه وهل ، اقتصادي وضعه يې چندان نه وه، په يوه عادي شرکت کې مامور و، خو خپله مينه به يې په رنګارنګ ارزښتناکو تحفونازوله ، هرو مرو به يې داسې څه ورته راوړل چې هغه خوشحاله کړي ، تل به دواړه يوځاى و، دواړه ښه سره خوشحاله و، خو داټولې خوښۍ هغه ورځ له منځه لاړې په کومه ورځ چې نجلۍ په ښکاره ځواب ورکړ .

  (( ماته خپل راتلونکى ستا ترڅنګ په تيارو کې ښکاري ، ته نشې کولاى چې پر مخ لاړ شې او داخو بيخي نشې کولاى چې ما له ځان سره پر مخ بوځې ، تاسره په نږدې اوسېدلو کې ماته زما هيڅ ګټه نه بريښي ، ما پرېکړه کړې چې زه بايد دخپل راتلونکي دروښانه کولو په پار(خاطر) پاريس ته سفر وکړم اودتل لپاره بيارانه شم ، ماته خپل راتلونکى هملته روښانه ښکاري ، پاتې شوې ته او ستا راتلونکى هغه نو په تاپورې اړه لري ، زما دې له همدااوسه درسره خداى پامان وي زمادسفر الوتکه سباالوتنه لري .
هلک چې دنجلۍ نه يې هېڅ دداسې رډ او زغرد ځواب هيڅ تمه نه درلوده ، دهغې لکه زهر ترخوخبروهک پک اوبې ځوابه پاتې کړ ، غوږونه يې له ډېرغم اوغصې تک سره واوښته ، خو نجلۍ لکه هيڅ چې ترې دلته نه پاتې کېږي په ناغېړۍ مخ وګرزاوه او په خپله لاره روانه شوه ، هلک ترډېره په هماغه ځاى لکه بت ولاړ و او په دروند فکر کې تللى و.
ډېره موده پس ،چې يوه ورځ دهغې په فکر کې ډوب و هغه ننګونه ورپه زړه شوه چې نجلۍ ورته پرېيښې وه ، په تندي يې مړه خوله راغله ،شونډې يې مرۍ ،مرۍ شوې او له نن نه يې دافيصله وکړه چې بايد په عمل کې وښيي چې زه کمزورى نه يم زه ډېر څه دخپل راتلونکي لپاره کولى شم ، لاس په کار شو شپه او ورځ خواري يې وکړه او دهغې کمپنۍ چې ده پکې ديو عادي مامور په حيث کار کاوه مالک شو .
يوه ورځ چې نرۍ ، نرۍ باران هم ورېده  په خپل موټر کې په کرار کرار دخپل منزل په لور روان و مخامخ ديوې چترۍ لاندې يو سپين ږيرى او يو سپين سرې ښځه روان دي دواړه يوې چترۍ له بارانه نه شول ژغورلى ، داهم په مزه مزه وروسته ورپسې روان و ، دهغوى سيال يې کاوه او ددوى دکږو وږو قدمونو نه خوند اخيسته ، خو کله چې دواړه دهديرې په لور ورتاوشول دهلک په زړه کې اندېښنه پيدا شوه او له موټر نه راکوز شو ، په کراره کراه په هغوى پسې ورروان شو ، ناڅاپه يې په يوه شناخته چې يومسکى تصوير پرې لګېدلى و نظر پرېوت ، پښې يې ورپېرې بوډا او بوډۍ ته ځير شوهغوى يې وپېژندل نور هم وارخطا شو ، ورمنډه يې کړه اوپه لړزيدلي غږ يې ترې وپوښتل باباجانه دازه څه وينم؟
دباباستونى ډک شو اوپه نيولي غږ يې وويل :
بچيه ! داپاريس ته نه وه تللې بلکه دې نه غوښتل چې دخپل ژوند سره ستا ژوند هم خراب کړي داکنسر وه !!!!!!  ، هلک جټکه وخوړه خو باباخپلې خبرې پسې وغزولې :
بچيه تاسره يې ډېره مينه وه دوصيت سره سم يې مونږ هغه درستې ډالۍ چې ستا له خواورکړل شوې وې دقبر ترڅنګ ايښي دي ، دې ويل چې کله خوبه ارومرو ((خبره ترې ټکنۍ شوه )) ... جان زما قبر ته راځي نو هغه ډالۍ چې ماته يې راکړي ويې ګوري او اندازه ولګوي چې څومره په مينه مې ساتلي او زه څومره مينه ورسره لرم . 
 کابل سيا سنګ : ١٧-٢-٢٠٠٧