لنډه کيسه  ( وروستۍ خبرې )  

  ژباړونکی:: بابر امين زى


له يوې اونۍ راپدېخوا باران ورېده داسې باران چې ورځې يې بې خونده کړې وې ، زه کرار په کور کې ناست وم ،يوځل بيا دهغې ټليفون راغلو او ويې ويل ، چې زه دروانه يم ، دا په دې اونۍ کې  دهغې دريم وار و چې زماليدو ته راتله .
ورغلم چې ورته ووايم ، څه اړتيا وه چې په دې باران کې راغلې ، ورکوز شوم ، ګورم چې د سرې چترۍ سره دسړک په غاړه يواځې ولاړه ده ، يخه اولمده ورځ وه او پرله پسې نرى باران ورېده، دا له ډېرې يخنۍ لړزېدله ، ډېره کمزورې او نازکه برېښېده ، دومره يې هم څه نه و اغوستي چې ګرمه يې وساتي .

 

 

زه ورکوز شوم ، ورته ومې ويل ، هيڅ اړتيا نشته چې زماليدو ته راشې ، نورې هم ډېرې ترخې خبرې چې دهغې دخپګان سبب شي .
هغې له خواشينۍ نه په ډکه لهجه وويل ، څه وکړم ، څنګه رانشم ، يادېږې مې .
ماهغې ته په سړه سينه وويل : راځه چې بېرته دې کورته بوځم بيا مه راځه .
هغې خپله چترۍ خلاصه نه کړه ، غوښتل يې چې ماسره زما په چترۍ کې شريکه شي ،خو ما تندى تريو کړ او دخپلې چترۍ دخلاصولو مې ورته وويل .
هغې زړه نازړه خپله چترۍ خلاصه کړه او زما سره دموټر په لور روانه شوه ، په تلوکې يې په نيولي غږ  ويل ،چې دغرمې او ماښام ډوډۍ مې نه ده خوړلې ، که امکان ولري چې په کوم مناسب ځاى کې ډوډۍ وخورو.
ما خپل زړه دډبرې کړ او سر مې ورته دنفي په علامه وښوراوه ( نشته ،نشته ډوډۍ موډۍ نشته ، زه هيله کوم چې ته بېرته لاړه شه ) .
هغې بله غوښتنه وکړه ويل يې ، چې نه مې پرېږدې نوتر ريلګاډي ،خو راسره لاړ شه .
زه هم ورسره روان شوم چې تر ريلګاډي يې ورسوم ، چې بېره کورته لاړه شي .
دواړه دريلګاډي تم ځاى ته ورسېدو باران اوس په شېبو ورېده ، دريلګاډو تر سټېشن چې ورسېدو ګورو چې ټول ريلګاډي له خلکو ډک دي ، په سټېشن کې دهرچا په لاسونو کې چترۍ وې او چا کوښښ کاوه چې ځان ته ځاى پيداکړي او په منډه ځان کورته ورسوي ، مونږ ډېره شېبه دبل ريلګاډي انتظار کاوه ، په يوه څوکى مو ډډه وهلې وه ، ماته يې داسې راوکتل لکه څۀ چې رانه غواړي ، ه پوهېدم چې څه غواړي ، يوه شېبه خندا رانه غواړي ، يوڅو خوږې خبرې راڅخه غواړي ، په دې هم پوهېدم چې هغه به زما په دې زشت  سلوک څومره درديږي، له څومره لرې ځايه زماليدو ته راغلې ،غواړي زما له ليدلو خوند واخلي .
ديوې شېبې لپاره مې ورته زړه نرم شو ، نږدې مې ورته ويلي وچې راځه شپه له ماسره وکړه ، خوبېرته مې زړه لکه دکاڼي کلک کړ او ورغبرګه مې کړه ، راځه چې دريلګاډي بل تم ځاى ته ولاړ شو .
پخوانى وخت مې  په زړه راوورېداو په خيال کې لاړم ،چې مونږ ټول په يوه اپارتمان کې اوسېږو ، پنځه واړه لکه ديوې کورنۍ غړي ، يوځاى سره ډوډۍ خورو او يوځاى ناسته پاسته کوو ، يوځاى فلمونه سره ګورو ، خو زه نه پوهېدم چې څنګه زه له دې څلور واړو په يوې مين شوم .
داپيښه دکالج په وروستيو کلوکې رامنځ ته شوه له دوو کالونو راپدېخوا ، سره په يوه پوړ کې اوسېدو ، له يواوبل سره مو ژوره مينه کوله ، له يوکال وروسته هغه له پوهنتون نه فارغه شوه خو زه بياهم يوکال په پوهنتون کې پاتې شوم ترڅو دفراغت سند ( دپلوم) ترلاسه کړم ، ددې کال په دوران کې به کله ، کله دچوټۍ په ورځ دهغې دليدلو لپار ورتلم تر څو دغه اړيکې خوندي وساتم .
دسړک پرغاړه سره روان و هغه زما نه مخکې او زه ورپسې وم ، دهغې دچترۍ يو سيخ هم مات و ، او په کږو وږو پلونو روانه وه ، نازکه او اکمزورې مالومېده ، داسې برېښېده لکه ټپى سرتېرى چې دخپل زنګ وهلي ټوپک سره کمزورى ، کمزورى روان وي .
دسړک نه په راتېرېدو يوه موټر هم ژوبله کړه ، غوښتل مې چې په غېږ کې يې ونيسم ، سوچونو پسې اخيستې روانه وه ، پوهېدم چې څۀ فکر يې کاوه .
زمارنځپه زياتېدو روان و ، په نس کې مې  هغه زياتېدونکى درد ، او په زړه کې مې ددې لېونۍ زياتېدونکې مينه.
ما هيڅ مرسته ورسره ونه کړه ، په لاره دهغه پارک سره نږدې شو په کوم کې چې به مونږ تل سره ناستې لرلې  .
په خواره خوله يې راته وويل : راځه چې دلږې شېبې لپاره په پارک کې دمه شو دې پارک کې زه د سکون احساس کوم او بيا يې ژمنه وکړه چې له دې ناستې وروسته به زه کورته ارومرو ځم.
دهغې په خواره خله غوښتلو زما سخت زړه هم نرم کړ ، خو لامې هماغسې زوروله نه مې غوښتل چې دخښـۍ احساس وکړي اوبياراسره روږدې شي ، زه په پارک کې په يوې څوکۍ ناست وم داسې ښکارېدم لکه څوک چې دچانه دتلو اجازه اخلي ، هغه دڅېړۍ دهغې غټې ونې ډډ ته ودرېده ، زه پوهېدم چې څه شى لټوي ، هغه ليکل يې غوښتل وګوري کوم چې مونږ يونيم کال وړاندې په يوه سلوري رنګه قلم ليکلي و ، هغه ليکلې خبرې مې دژوند ترپايه هم نه هېرېږي .
((کرس)) او(( سوسن)) اس دواړه دهغې ونې لاندې ولاړ دي دکومې وينې لاندې چې يونيم کال وړاندې ډېر خوښ او له خندا شنه ول ، (( کرس)) او(( سوسن )) دواړه ده همدې ونې لاندې ولاړ دي د(( کرس )) په لاس کې دچايو پياله ده او د(( سوسن )) لاس کې چاکليت او داهيله کوو چې (( کرس )) او (( سوسن )) داورځ دژوند تر پايه هېره نه کړي او دتل لپاره يو دبل سېه مينه وکړي .
ديوې شېبې لپاره هملته دونې تر خوا وګرځېده بېرته زما په لورچې اوښکې يې پرمخ بهېدلې راغله راته يې وويل : کرس!! هغه ليکل مې مينده نه کړل ، فکر کوم چې زمونږ مينه دبيلتون ښکارکېږي! .
ددې خبرې په اورېدو مې دردونه لازيات شول ، دردونه مې دزړه په لور وغځېدل داسې دردونه چې هيڅ کله مې نه ول احساس کړي ددرد له امله مې بې اختياره وويل : سوسن !! ايا مونږ تلى شو ؟
ماخپله توره چترۍ خلاصه کړه ، خو هغه لاتراوسه په هماغه ځاى ولاړه وه زړه يې نه غوښتل چې له پارکه ولاړه شي ، زما په لورې يې مخ کړ ويې ويل : زه پوهېږم چې زمونږ ترمنځ دريم کس پيداشوى دى او فکر کوم چې ته ورسره بې شانه مينه کوې ځکه زما ليدل درته بې خونده شوي دي ، اوس ماسره مينه نه لرې ، خو داهم يادلره چې زه به دې ترمرګه هم هېر نه کړم .
ماهيڅ ځواب ورنکړ ، لاندې مې دځمکې په لور وکتل ا وخپل سر مې وخوراوه ، دريلګاډي دتم ځاى په لور دواړه ور روان شو او تر هغه ځايه مو ديوبل سره هيڅ خبرې ونه کړې .
څلورکاله مخکې ډاکټر راته وويل ، چې ستا کنسر دى خو بيا يې ډاډګيرنه راکړه چې ددرملنې امکانات يې شته او دارو يې راته هم راکړه ، ماهم بېرته خپل عادي ژوند پيل کړ او ددوهم ځل لپاره بيا ډاکټر ته هم وره نه غلم ، دډاکټر خبرې صرف زما دتصلۍ لپاره وې خو زه په دې اند وم چې ګويا په دې دوا به زما رنځ ښه شي .
مياشت مخکې مې په نس کې داسې درد و چې خوب يې رانه هم ورک کړى و، مافکر کاوه چې دلنډې مودې لپاره به وي خو دې درد غوښتل چې زما ژوند ته دپاى ټکى کېږدي ، د درد دزياتوالي له کبله يوځل بيا هغه ډاکټر ته لاړم ، هغه زما دنس يوعکس وويست ، کله مې چې عکس وليد ، په هغې کې يوتور داغ و داتور داغ زما دمرګ زېرى و او داتور داغ دهغه څۀ تصديق کاوه چې ما يې ګمان هم نه کاوه .
زما ژوند لکه دهغې شمعې په څېر ،چې دمړه کېدو په حال کې وي ، کله به مې ځان وژنې ته هم تابيا کوله .
مانه غوښتل چې له دې رازه څوک خبر کړم په خاصه توګه سوسن ، څوک چې زما دژوند يواځينۍ حقداره ده ، چاسره چې مې بې اندازې مينه ده ، خو تر اوسه هغه له حقيقت نه ناخبره ده ، دهغې عمر کم دى نه غواړم چې دهغه له دې پېښې نه خبره کړم ، هغه خو لکه دګل نازکه ده تر اوتازه ده ، دادردونه مې په ځان پېرزو شي نه پر هغې ، ماهغې ته ډېر دروغ وويل ډېرې د دروغو کيسې مې ورته جوړې کړې ، چې زه دبل چاسر ه مينه لرم زه نشم کولاى هغه پرېږدم  ... او نور ، خو داټول ډېر بې رحمانه کارونه ول چې دسوسن زړه يې مات کړ ، زينې خلک له په ډېره کرکه دخلکو زړه ماتوي خو ما له ډېرې مينې دهغې زړه مات کړ .
ماغوښتل په دې کار سره هغه يادونه ختم کړم کوم چې به په راتلونکي ژوند کې دسوسن ژوند تريخ کړي .
ماسره وخت ډېر کم و ، نه مې غوښتل چې نور ه هغه زما ليدو ته راشي ، زما دژوند ډرامه مخ ته ختمېدو وه .
په ريلګاډو کې مو هيڅ ځاى پيدا نکړ ، ما غوښتل چې سوسن ته يوه ټيکسي ونيسم ، دواړه دسرک په غاړه دټکسي په انتظار ودرېدو، دا دديدن اخيري شيبې وې ، دلرې ځايه مې ټيکسي وليده اوښکې مې پاکې کړې او ورته مې وويل چې دځان ډېر خيال ساته ، هغې هيڅ ځواب رانکړ ، يواځې سر يې وښوراوه او خپله ماته چترۍ يې خلاصه کړه ، دټکسي په لور روانه شوه ، زه هم ورپسې روان وم ، دټکسي دروازه مې ورته پرانسته ، هغه په ټکسي کې کښېناسته او ټکسي حرکت وکړ ، اوس نو دواړه سره دتل لپاره بېلېدو ، داهغه شېبې وې چې مونږ به يوبل دتل لپاره وک کړو ، بيابه مونږ يوبل سره نه وينو ، ټکسي په دغې لويه کوڅه کې روانه شوه په زړه کې مې داسې دردونه شول چې زه يې دې ته اړکړم ، چې غږ پرې وکړم ، په زوره ورته ووايم چې ټول ښار يې واوري ((سوسن زه له تاسره مينه لرم )) خو دغه هيله مې پوره نشوه ، ماډېر لاسونه ورته وښورول ، ما هغې ته ډېر څه ويل غوښتل ، خو ټکسي ددې کوڅې په کونج کې تاوه شوه او زما له سترګو پنا شوه ، زما خوله وازه پاتې شوه او پرځاى ودرېدم ، تړمې اوښکې مې پرمخ راروانې شوې ، اودباران دڅاڅکو سره ګډې شوې ، ساړه مې وشول خو دادباران له امله نه و داهغه ساړه و چې زما زړه يې ولړزاوه ، هغه لاړه او تر نن پورې يې بيا ماته ټلفون رانغلو ، هغې هغه اوښکې ونه ليدلې کومې چې ما دهغې دبېلېدو پرمهال تويې کړې وې ، ځکه ،چې هغه اوښکې دباران دګڼو څاڅکو په کتار کې ورکې شوې وې .
د(ډايري) داپاڼه  په اوښکو لمده شوې او بېرته وچه شوې غونجه وه ، زه (( سوسن )) اوس هيڅ په خپلې مينې پښېمانه نه يم ځکه چې اوس له حقيقت نه خبره شوم ، دازما دخوږ(( کرس )) هغه خبرې وې چې پخپله ډايري کې يې ليکلې وې ، داوې د(( کرس )) وروستۍ خبرې .
٢٠٠٧-٢-٢٠  پل محمود خان .