غزل

دا زۀ چې ګرځمه هر خوا ګورم

جانانه تا لټوم تا  ګورم

چې سترګې وغوړوم هيڅ نه وينم

چې سترګې پټې کړم دنيا ګورم

ديار له کلي چې ستنېږمه نو

په مخکې ځمه او په شاه ګورم

د انتها له پولې بېرته ځمه

او هغه خپله ابتدا ګورم