غزل

نصرت الله الهام

 

راشه جانانه ، ژوندون نه تېرېږي

پرته له تانه ، ژوندون نه تېرېږي

داسې خو هر وختې خندلى نه شم

داسې اسانه ، ژوندون نه تېرېږي

د هر قدم لپاره خير غواړمه

بې له ګنا نه، ژوندن نه تېرېږي

د ښار له شوره مې غږ هېڅ نه اورې

اى بيابانه ، ژوندون نه تېرېږي

که ته انسان يې ، محبت هم وکړه

بې له انسانه، ژوندون نه تېرېږي

اوس د غزل په سُر کې ورک دى الهام

اوس يې پرېشانه ، ژوندون نه تېرېږي

٢٠٠٨--٢--٢٠ : کابل