غزل
م – همراز : پېښور
دجانان سترګې حساب راځنې غواړي
راته ګوري او ځواب راځينې غواړي
دغه کلى چې په سرو وينو رنګ شوى
لا موړ ندى انقلاب راځينې غواړي
هک حيران يمه چې څه به راپېښېږي
تن بوډا شو زړه شباب راځينې غواړي
اندامونه مې وتلي دي له کاره
د تکبير نعره شتاب راځينې غواړي
د ټپې آواز شو پورته له ميونده
د سرو وينو سور سېلاب راځينې غواړي
زه پښتون يمه غيرت مې افغاني دى
ځکه فکر زړه کباب راځينې غواړي
زمونږکلی
عيسىٰ بهرام : ډنمارک
زمونږ دکلي دهر پل خبرې
ترېنه راوځي داجل خبرې
دصداقت کاروان پخواترې تللى
پکې رواج دچل اوول خبرې
کيسې دمينې به وانورې له چا
ټول دسنګر او دمورچل خبرې
دلوټمارانوبازار ګرم دى ډېر
په کرسۍ ناستې دي دغل خبرې
په خپله سوځوومونږ خپل کورونه
وايو چې دادي دازل خبرې
غزل
تسنيم قرار : جلال آباد
ساده شي لېونى شي چې دښکلو پسې ګرځي
په زړه سورى ، سورى شي چې د ښکلو پسې ګرځي
د يو ليدو لپاره د سهر نه تر ماښامه
ديار دکوڅې سپى شي چې د ښکلو پسې ګرځي
آباده کې يې زړه تنګ وي صحرا ته ځان وباسي
د غرونو غرڅنى شي چې دښکلو پسې ګرځي
لاسونه ورنه ومينځئ د ښو تمه ترې مه کړئ
و الله که سم سړى شي چې د ښکلو پسې ګرځي
حيران به وي په دې چې لمبې نشته او سوځېږم
بې اوره به لوګى شي چې د ښکلو پسې ګرځي
هر څوک ورنه نفرت کوي هرڅوک به يې بد وايي
د خپلو نه پردى شي چې دښکلو پسې ګرځي
يوه هيله :
داسې تبصرې چې بيايې ړنګول اړين شې که ډډه ترې وکړئ ښه به وي .
په مينه او درناوي