غزل

عيسى بهرام : ډنمارک

زه چې داستا په څېر غمخور لرمه يار لرمه
کله پروا زه درقيب يا داغيار لرمه

چې يې دزلفونه کړۍ وي جوړه کړې راته
په شوق ورخېژم ويره کله له دې دار لرمه

وم خريدار دتش ديدن هغه مې واخيستلو
نوردلعلونو تمه کله له بازار لرمه

ماته ستاينه دکشمير اودختن مه کوئ
ځکه چې جيب کې تذکره د ننګرهار لرمه

په زړه مې مينه په خوله مينه ټول ژوندون مې مينه
بغېر له مينې خو قسم دى که بل کار لرمه

زه بهرام څڼې دملنګ لرم کچکول نلرم
په خوی فقير يمه خو زړه دشهريار لرمه

 

غزل

بلوچ

د محبت سوي داغونه مې په زړه کې شته دي 

لا خو ژوندى يم پرهرونه مې په زړه کې شته دي

ته مې په زړه کې لا ژوندى يې هيروى دې نشم
ته مې هېرېږې نه يادونه مې په زړه کې شته دي

لا دې د سرو شونډ و شرابو ته يم تږى ، تږى
لا خو په خود يم خمارونه مې په زړه کې شته دي

بس له مودو نه له يادونو سره لوبې کوم
بس له مودو نه تصويرنه مې په زړه کې شته دي

زه د غزل له ستر کاروان سره سفر کومه
يوازې نه چې غزلونه مې په زړه کې شته دي