غزل

هجرت الله اختيار : جلال آباد

راټولومه هر ماښام سهر شيندلى وجود
د رڼاګانو په وجود پورې تړلى وجود

ددې لپاره چې ستا يو حسن نه دوه راجوړ شي
د ايينې په څېر مې ستا مخ كې بايللى وجود

وخت نور پر موږ د څه احسان ښه ده كولى نشي
تا ځان كړ محوه لكه شمعه ما سېځلى وجود

په هر قدم مې ستا ارمان كړى دى خپله روحه
په هره لاره چې پردى راسره تللى وجود

لمر مخيه چېرته دې چې ياد ر اورېدلى پرما
لكه د واورې مې په هغه ځاى خوړلى وجود

هغه مفهوم غوندې له مانه بېلېدلى نشي
ما چې د لفظ غوندې هغې پورې ګنډلى وجود

 

 Compose Email:
wrakht_olf2@yahoo.com