پرخه

زه به شم پرخه اشنا
ته شه غونچه د گلو
زه به په شرنگ ورېږم
دا ستا په پېغلو څانگو
او شپه به تېره کړمه
په دوه نازکو پاڼو
د لمر د څرک سره سم
اوبه اوبه به شمه
د غونډې زنې شينکي خال باندې به وڅڅېږم
بيا به د شونډوپه پستو قدمو
په صراحي غاړه راوبهېږم
يو څه به دمه شمه
د دوه پنډکو په منځ
د دمه ځاى نه به کوزېږم ستا د پښو خاورو ته
تر څو تازه پاتې شې
د لمر تاودې وړاندې دې مړاوې نه کړي
زه به شم پرخه اشنا
شپه به په شونډو يمه
ورځ به مې خاورو ته وړم

 


انجينر محمد عيسىٰ  جانان