يو شعر د کره کتنې لپاره ، هيله ده سالمې مشورې راکړئ . جلال
تۀ
جلال احمد امرخېل
رڼا په تکه توره شپه کې ته يې
راسره مل هره لمحه کې ته يې
دښته کې ته يې په ذره کې ته يې
د مرګ او ژوند په فاصله کې ته يې
تصوير په تشه ائېنه کې ته يې
خو له عالم نه په پرده کې ته يې
د خلقت هره پديده کې ته يې
په نور کې ته يې په ماده کې ته يې
ځکه يې ومنم باور پرې وکړم
چې د هغې هره وعده کې ته يې
ما وې پناه يې ميکده کې څښمه
چا وې چې هره ميکده کې ته يې
ستا يمه ستا په اراده کې يمه
لکه د زړه مې په سينه کې ته يې
کليساګانو او ګرجو کې هم يې
نه چې يوازې په کعبه کې ته يې
زه به کافر يمه که دروغ به وايم
زما د زړه په دريڅه کې ته يې