سياست

استاد ګل پاچا الفت

 

وايه يوڅه کوه بل څه
له بل نه پوښتنه کوه ! پخپله هيڅ مه وايه !
په شپه کې د لمر وړانګې ښيه ! په ورځ کې د تورتم نښې .
که خبر وې ځان ناخبره کړه ! که خبر نه وې د باخبرۍ مظاهره کوه !
شکره لکه مرچ خوره ، مرچ لکه شکره .