غزل

محمد عيسى جانان

 

ځي په تللو تللو کې ستنه شي راته وخاندي
زه له غمه زېړ شمه دا شنه شي راته وخاندي

اوښکه مې له درده تاو راتاوه شي په سترگو کې
نه څاڅي ليمو نه، پښتنه شي راته وخاند
ل

ېچو نه چې پورته ځم تر غاړې پورې هو وايي
شونډو ته چې وړاندې شمه نه شي راته وخاندي

خود به مې قلم ورباندې څو بيته غزل ليکي
شپول سره شپېلۍ وهي شپنه شي راته وخاندي

لاړه د بېلتون د تورو غرو شاته پناه شوله
کله کله خوب کې مېلمنه شي راته وخاندي

ما ويل جانان ته که مئين شوم څه راپېښ به شي
اوښکې يې پر مخ دانه دانه شي راته وخاندي
 

   محمد عسيى جانان