مونږ په هر چا پسې نه ځو

 

يو ملګرى په لاره کې مخکې شو .

بل ورته وويل : موږ پښتانه يو په چا پسې نه ځو او څوک نه پرېږدو چې له موږ نه د مخه شي .

هغه وويل : رښتيا چې تاسې تل په خرو پسې ځئ او خره مو په مخکې وي يا د آسونو په مخکې منډې وهئ او په سړو پسې هيڅکله نه ځئ .