شعرونه


غزل

راشه په کوڅو کې دجرګو خبرې نشي            چرته چې په موږ کې دپردو خبرې نشيډيرو شپو له راشه چې ديو بل نه خبر شو          ياره په يو شپه دډيرو شپو خبرې نشئوايمه دځان سره چې دابه ورته وايمه             دا چې شې اشنا په حوصلو خبرې نشيياره ستا دهجر اوږدو شپو شوګيره کړ ې يم       &nb

17.12.2007 laman

غزل

څومره پرېشان يم پرېشان، بې له جانانژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بې له جانانيار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شمسم لكه بلا شي هر انسان، بې له جانانفكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شيفرق نه لري ګټه او تاوان، بې له جانانستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شمشم لكه د ژمي بيابان، بې له جانانمړ  وم خو بيا هم يوه سړي ته انتظار ومهاغه دي يو _يو راغله ياران، بې له جانان  

17.12.2007 laman

غزل

داڅنګه ړنګه بنګه له کتاره راوتلې             ښکاريږي راته داسې له خوماره راوتلېپرته يې په سرو شونډو نرۍ پرښه وه دمينې      دتورې شپې له غيږې سپين سهاره راوتلېاوتره يو خوا بل خوا غلچکۍ غلچکۍ ګوري          له کوره پټه پټه پري واره راوتلېخورې يې په سپين مخ وې تورې زلفې الوول          دګلو سره غون

17.12.2007 laman

غزل

غوږ ته مې لاس که،توبه له جنګه             کوز مې ټوپک که له خپله څنګه يا به پکار شي ګرد به ترې پو کړم            يا به شي خاورې دځان له زنګهته که مې داسې په کاڼو ولې                       بيا به درنشم تير له قلنګهخپل ويده زړه ته کله نا کله &nb

17.12.2007 laman

غزل

يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوييو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروييو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوييو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او که څنګه ؟يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوييو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژوريو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوييو څوک دجانان ، نيم ، نوم راته اخلي زوروي مې يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوييوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شمېري يو څوک دې راته هره

17.12.2007 laman

غزل

داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو نه و هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و  

17.12.2007 laman

غزل

لکه د اوښکې زړه ژور نه لريداسې موجونه سمندر نه لري تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟دلته خو څوک داسې هنر نه لري په څومره خلکو کې تنها وي سړیچې زړه لري او د زړه سر نه لري په خوله خو اوس هم خلک مینې کويپه شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري مازدیګری په زړه د ننه ژاړيپېغلې منګی لري ګودر نه لري ستا د خبرو د منطق نه لوګیوزن بلا لري ، باور نه لري قیصه زما د مستقبل سائلهچې شپه لري څنګ به سحر نه لري  

17.12.2007 laman

مورې

مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړهزړه دې رانه وړی دی بې زړه ېمه لږ زړه راکړه بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږدهخوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوهتار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړمډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتېخوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه  

17.12.2007 laman

رنګینه دنیا

اې نړېوالو دنفرت باروت نورمه جوړوۍ زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍله آسمانونودفولادو باران مه اوروۍداځورېدلي انسانان بس دی، نورمه ځوروۍ مونږ لاېوبل په سمه توګه پېژندلي نديپه مینه مینه مولاېو بل ته کتلي ندي دخپل فطرت ټولې ښکلاوې مولیدلې نديزمونږترمنځه دبېلتون کرښې نورمه تېروۍزمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ پرېږدۍ چې مونږپه سترګو وګورو رنګینه دنیاچې ښاېسته کاندو پخپله خوږه مینه دنیالانوره هم پسې حسینه شي حسینه دنیازمونږدذوق ا

17.12.2007 laman

څه ګورم

ګورم جهان کې څوک کعبه  ځینې بوتان جوړويغلطه پوهه له سړي ځینې شيطان جوړويد سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړنجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړويتهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کارفېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړويد ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشيله خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړويچې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چاهغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړويډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظواړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

11.11.2007 laman

غزل

لكه په سر با ندې چې ولونه د پټكي تا وېږي دا سې مې زړه څخه غمونه د لالي تا وېږي د پښتنو پېغلو په شا ن چې په زيا رت طوا ف كړي څو تا ندې هيلې مې په شپه كې په زړګي تا ويږي چې تورې زلفې دې په سرو اننګو تا ورا تاو شي وا يم ښا مار دى چې په بېړه تر غمي تا وېږي څو پېغلې هيلې مې د خيا ل په كعبه دا سې څرخي لكه له ټپ څخه چې څړيكې د ټپي تا وېږي شي به د او ښكو له بارا ن سره برېښنا ژوندون مې د وربل ورېځ چې په اسما ن دې دتندي تا وېږي&nbs

11.11.2007 laman

غزل

ځي تښتي يو له بله ټول وګړي په دې ښارکې دهر چا ار ما نونه دي نيمګړي په دې ښارکې دا ستا خونخوارې سترګې چې ترڅوپورې غړيږي نو کيږي به همداسې دلته مړي په دې ښارکې راشنه به شي،رالوی به شي،وږمې به یې خورې شيما وکرل د تاندې مينې ز ړي په دې ښار کې که خان دی که ملادی، که رهبر دی که واکمن دیهر يو په زړه داغونه دي راکړي په دې ښارکې که څو ېې هېرومه،نه هېريږي څه پرې وکړم ؟دژوند زرينې پاڼې مې باد وړي په دې ښارکې خدای خبر پوهان اوهوښياران کومه خوا تللي يوڅو ليوني ګرځي

11.11.2007 laman

دلوی خدای په نامه

شاعران يو په نغمو يادوو خدایښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدایخدای بلد کړو د توبو په ماتولوغړپ کوو له پېمانو يادوو خدایشېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدایموږ د اوښکو په تسپو يادوو خداید ژوندون په ګوتو برګې تسپې وايوهم په ورځو هم په شپو يادوو خدایيم هيرجن چې هير مې نه شي راته خاندهستا له شونډو اننګو يادوو خدایايا تونه دې په سترګو کې موسکي ديستا له سترګو پښتنو يادوو خدایموږ کاروان د لېونو ازادي غواړوپه کړۍ د زولنو يادوو خدای

11.11.2007 laman

غزل

تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږديلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې

11.11.2007 laman

كيږدۍ

سترګو مې ګل مخې، ستا په لار كيږدۍ وهلې دهتاو، رانه لمبې دي ،انتظار كيږدۍ وهلې دهګل غوندې په زلفو كې مې ونغاړه، چې ښكلې شېوګوره لمر مخې، چې خمار كيږدۍ وهلې دهځمه چې په تور، دتورو زلفو باندې وزانګمهاغه دى منصور زړه مې، په دار كيږدۍ وهلې دهوخت دپسرلي شو، په ګلانو كې به يي خوښ كړمهستا اوربل ته ګل ! ماپه ګلزار كيږدۍ وهلې دهخدايه ! دجانان دوړانګو تاو، ستي ستي كړمهعشق مې له غيرته، په انګار كيږدۍ وهلې دهلاړ سپيره خزان، كارغان هم والوتلرابه شي بلبل، ما په بهار

07.11.2007 laman

غزل

څه ساده خلک يو چې څوک راته راوګوري لږ          مونږه ورمنډه کړو لاسونه ورته دواړه ورکړومونږ اطرافيان بس په هرچا کوو دخپلو ګمان          څوک چې راپاڅي تالاشئ ته مونږه غاړه ورکړودوی مو په شاړو واسکټونو کې بمان لټوي          مونږورته جيب نه موټې کورت  راواخلو واړه ورکړومونږ ساده خلک په ټګئ او برګئ نه پوهيږو     &

07.11.2007 laman

غزل

خوښیږي مې په ښکلو کې ېوازې پښتنې بس سل واړه په سلو کې ېوازې پښتنې  رنګینې مرغلرې سپینې سرې لروګلرنګېهندوهندوکاکلوکې ېوازې پښتنې  زمونږ دملک خوبان خوخداېږوغونډ شفق شفق ديپابندې په آغلوکې ېوازې پښتنې  دانورناپښتانه ښکلي مې دي دسترګو تورخوخوښ مې دي په ګلوکې ېوازې پښتنې  نن نورې ګل لبانې یارانې په نري ست کړيالماس مینه منلو کې ېوازې پښتنې 

07.11.2007 laman

غزل

نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بيا ته مېلمنه يېهرې ساه سره مې مله يې، څومره ټينګه پښتنه يېمونږ د وخت له ګوتو وتي، زمانې رټلي خلکچې لا پايو، نو جانانه بس هم ته مو بهانه يېمنشوري  حسن څښتنې ، پښتني رنګونه نغاړېد خوشحال بابا ديوان يې او که پټه خزانه يې؟دا لوټلى پېغلوتوب دې، دا بې رنګه زندګي دې      اه زمونږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يېما له ګوتې نيسه ياره د غزل په سخته لاره ته زما د خيال لارښوده، د لفظونو خزانه یې

07.11.2007 laman

غزل

تشه راغلې له چينې منګی دې مات که         اوس به څه کوې بانې منګی دې مات کهپه دوه ګوتو دې نيولی و له کبره                       په نازونو باندې تلې منګی دې مات کهپه وربل باندې دې ښکته اوبه راغلې            په سينه دې بهېدې منګی دې مات کهډيرو پيغلو و په غيږ کې ګرځولی 

07.11.2007 laman

غزل

داجازې نه هر څه وتي له منتر وتلي            دتور نقاب نه دې شغلې دسپين بشروتليخدای دې زموږ ايمان ته خير کړي نور به څه ووايو        درانجو کرښې دې دسترکو نه بهر وتلياوس هم ديو بل له ګريوانه ګوتې نه وباسي            په پښتنو پسې قامونه په لښکر وتليستا په فراق کې خو لا شپه نيمه هم تيره نه وه       

07.11.2007 laman

هایکو

دشپې ناوخته کورته ولې راځېسبابه ماته خلک هرڅه وایيبیابه دچاخولې ته برغولي نیسم

09.10.2007 laman

هایکو

جانان مې هسې مزدوري نه کويپه مزدورۍ کې خوڅه شرم ندیخلک دوبۍ اواماراتو ته ځي

09.10.2007 laman

غزل

تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه  همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده

09.10.2007 laman

نيكمرغه ورځ

څنګه نيكمرغه ورځ وهڅه بختورمهال وګودر خالي وله غمازو نجونويواځې ته وې، دګودر په غاړه په سپينو لپو دې، منګى ډكوهچې مې دخيال شاهين تر سترګو كړلېاول به موسكه بيابه سوچ كې لاړېلكه چې ستا همزه ياد شوى ومه بيا دې، په ما نظرشوله ځايه پورتهوارخطاغوندې شوېخو ځان دې ونه بايلهما سر تر پايهدرته وكتل په غټو غټوبيا هم دمينې په دودلكه حاجي چې دكعبې طواف كړيداسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم بيا دې، تر څنګ كيناستم ته شوې لږ لرې

09.10.2007 laman

غزل

چې سپین سهار مې په نظر رانغلېدترګمودې راته مه وایه څهکه ځې له خوانه مې نوهسې به ځېیاره دتلودې راته مه وایه څهپه ژونداومرګ څه اعتباردی اشنادتلوراتلودې راته مه وایه څهبس دی چې ستا په غېږکې خوب نه شومهدبیا لیدودې راته مه وایه څهیاره که زما دزړه په کور کې اوسېدورځو شپو دې راته مه وایه څهدخوار قسمت به فیصله داسې ويداندیښنودې راته مه وایه څهنورمې دګل پرځای کمڅوکې اوسهدپرېوتودې راته مه وایه څه

09.10.2007 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more