غزل
ګلالۍ --کابل
د منصور غوندې په دار زلمى مې خوښ دى
په دښمن چې کړي ګوزار زلمى مې خوښ دى
کليوال شډل جانان غواړمه خدايه
خوچې نه وي ددې ښار زلمى مې خوښ دى
لکه ګل په تورو زلفو کې يې ږدمه
زما مينه کې ايسار زلمى مې خوښ دى
چې انسان وي ، ملايک مې پکار نه دى
او چې لږ وي ګناهګار زلمى مې خوښ دى
چې په خپل غيرت ځوانۍ باندې مغرور وي
په ځوانانو کې سرشار زلمى مې خوښ دى
14.11.2007
- نصرت الهام
څلوريزه
آرش ننګيال
ساندي وي زګېروي وي او ښېراوې ويمړي جنازې وي او دعاوې ويزه چې د خندا په چم بلد نه يم زمونږ کلي کې هره ورځ ژړاوې وي...
15.11.2007
- نصرت الهام
آرش ننګيال
ترنګ د رباب شرنګ د پيالو شرنګ د بنګړو ماته خوب راوليد آللو
شرنګ د پاولو شرنګ د ګونګروسيلۍ د زلفو ښکالو دشونډو وږمه د سپېنې خولګۍ په ما څپه راولي د لېونو
سر په مړوند نشته د بنګ خوله د قلنګپاس مې هواته بيايي تر آسمانو...