آرش ننګيال
ترنګ د رباب
شرنګ د پيالو
شرنګ د بنګړو
ماته خوب راولي
د آللو
شرنګ د پاولو
شرنګ د ګونګرو
سيلۍ د زلفو
ښکالو دشونډو
وږمه د سپېنې خولګۍ
په ما څپه راولي
د لېونو
سر په مړوند
نشته د بنګ
خوله د قلنګ
پاس مې هواته بيايي
تر آسمانو
شور د چمبې
سُر د ټپې
د شپېلۍ د شپې
ما رسوي په منډه
تر مېکدو
يار مې ساقي
زه شرابي
جامونه سترګې
دخماري
څښلي مې ډېر دي
په پيمانو
ژوندون موټول
له شره ډک دى
ژوندون مو ټول
له شوره ډک دى
زه د شرنګا په شور ويده شم
زه دشرنګا په شور راويښ شم
مستي مو ډکه ده له شره
خوښي مو ډکه ده له شوره
که په ژړا يو نو په شور يو
که په خندا يو نو په شور يو
زه ورته ناست پاس په بلۍ يم
کله مې شور وي کله مې شر وي
کله پېغور د غم زغمل وي
بس اوس په دوه و کې ولاړ يم
خزان وهلى يمه شاړ يم
ذاهد په غوږ کې راته وايي
دلته به هم په شر اوشور يو
هلته به هم په شور او شر يو