ښار ، ملنګ او لېونى
لېونى زموږ د ښار دى که ملنګ زمونږ د ښار
دا دواړه ( دوه مخونه ) دي د جنګ زمونږ د ښار

ښار ، ملنګ او لېونى ، دا درې داسې نومونه  دي ، چې د زمانو راهيسې سره غاړه غړۍ راروان دي ، د هر دور په ښارونو کې خپل ، خپل لېوني تېر شوي او همدا ډول د هرې زمانې په ښارونو او بازارونو کې خپلو ، خپلو ملنګانو د ژوند لارې لنډې کړي، چې د ښار اوسېدونکيو ورته ځينو د زړه له تله درناوى لرلى او ځينو نورو ورسره بيا خپله مينه د کاڼو په ورولو ښودلې ، لکه څنګه چې د ښارونو اوسېدونکي دلېونيو او ملنګانو سره د چال چلند له مخې دوه پړکه دي ، نو دغسې لېوني او ملنګان هم په څو نښو او علامتونو سره په خپلو کې بېل شوي ، ځينې لېوني وي چې هغوى د ښار له شور وځوږ نه لرې تښتي او خپل ناڅرګند منزل ته د رسېدو او مزل لپاره د دښتو خاموشه ګونګې لارې غوره ګڼي ، ددغو لېونو د نورو سره ډېرې کمې نښې ګډې دي ، چې د بېلګې په ډول يې موږ مجنون يادولى شو، مجنون چې کله په ليلا زړه بايلوده او بيا په خپله مينه کې د بري تر وره و نه رسېد ، نو ددښتو او شاړو خاموشې فضاء ته يې مخه کړه، ګرېوان يې وڅيره او په يبلو پښو يې د خپل منزل لاره له قدمونو وايستله.
همداسې که دښارونو او سيمو ملنګانو پسې خلي رڼا کړو، نو فرهاد پکې داسې نوم دى چې د خپلې مېړانې او سپېڅلې مينې پر مټ نن هم ژوندى دى ، د فرهاد په اړه ويل کېږي چې نوموړى د يو نجار زوى و ، په رنګ ډېر ښکلى و او خپل پلار سره به يو ځاى د کار زده کولو لپاره د کار سيمې ته تلو ، خو کله چې د هغه وخت د بادشاه په لور ( شېرينۍ ) مين شو ، نو کار روزګار ترې پاتې شو او د شيرينۍ مينې ورته کند کچکول ور تر غاړې کړ او بلاخره د زمانې ناخوالو دې ته اړکړ چې خپل تندى په تېشه ووهي او د ستړي ژوندانه سره د تل لپاره اړيکې و شلوي ، خو دا داسې نه وه چې فرهاد ګنې د ژوند سره مينه نه لرله ، هغه په ژوند دومره مين و چې د ژوند د پايښت لپاره يې دغره پسې تېشه او کوداله واخيسته ، هغه غر سورى کړ او دايې خلکو ته وښوده چې ژوند په ډېرو نورو سختيو هم ارزي .
خبره که سر کولو ته پرېنږدو،  نو په دغو دواړو ډلو کې ډېر يې داسې وي چې د ځانګړو برخو خاوندان وي او په همدې تړاو ورته د ښارونو لوى واړه د زړه له تله درناوى لري چې د بېلګې په ډول يې موږ د شاهيکوټ يو لېونى يادولى شو چې د خلکو په منځ کې په پپان مشهور و، د نوموړي په اړه ويل کېږي چې له ونې لنډ او په تنه پلن سړى و او د شپې له مخې به د شاهيکوټ په يوه لويه هديره کې پاتې کېده، د ځايي اوسېدونکيو پر وينا ډېر ځله خلکو د شپې په همدې لويه هديره کې په داسې حال کې ليدلى چې اندام ، اندام به پروت و ، سحر به هغه سړي چې پپان يې ټوټوې – ټوټې ليدلى و قسمونه کول چې بېګاه پپان چا وژلى ، خو شېبه به لا نه وه تېره چې پپان به له يوې خوا روغ رمټ راښکاره شو
د پپان په اړه يو بل روايت دا هم دى چې نوموړى يې يوه ورځ يو کليوال په کابل کې ليدلى و ، هغه ورته په ټينګار ويلي و چې راځه موټر ته راپورته شه کرايه دې زه پرې کوم ، خو ده ورسره نه وه منلې ، نومړى زياتوي چې کله يې د سورلۍ موټر د درونټې له تونله بهر شو ګوري چې پپان ترېنه وړاندې پلى روان دى ، نو وايي همغه وخت يې خداى ته توبې و ايستلې چې ( خدايه ! ) ستا نازولي لاهم په ځمکه ډېر دي ، مګر موږ يې نه پېژنو  ) .
له دې ځايه مذهبي شخصيتونو د وينا پر بنسټ ويلى شو چې  د ځمکې پر مخ داسې خلک شته چې پر هغو د الله پاک ځانګړى نظر وي او ځينې ځانګړې کړنې ددغسې خلکو کرامات دي چې د خلکو پر وړاندې يې څرګندوي .
دغه دواړه ډلې يانې لېوني او ملنګان پخوا دومره ډېر نه و ، بلکې په هر يو ښار يا بازار کې به چرته يو کس دوه لېوني او يا ملنګان و ، خو د افغانستان په ګڼو ښارونو کې د تېرو جنګونو او نورو ناخوالو له امله د لېونيو او ملنګانو شمېره پوره لوړه تللې او چې په دې دوه ډلو کې هر يو وپوښتل شي ، نو تر شايې يوه اوږده کيسه پرته وي چې تر ډېره له تېرو ناورينونو څخه سر چينه اخلي ، موږ به هڅه وکړو چې د((ننني افغانستان ))  په راروانو ګڼو کې ددې دواړو ډلو نه د هغو ورکې کيسې را واخلو او له تاسو درنو لوستونکيو سره يې شريکې کړو
حيات الله ګهيځ  --- جلال آباد
موبايل فون  : 0707602474

له ختيزو او سويل ختيزو سيمو خپرېدونکي (( ننني افغانستان نه په مننه ))