غزل
ګلالۍ – کابل
ګودر زما د پېغلتوب ملګرى
منګى زما د مينتوب ملګرى
چې يې پنا کړم د جانان لوري ته
ټيکري زما د ځلميتوب ملګرى
يو چا زما له شونډو رنګ اخيستى
ګلاب زما د ښکليتوب ملګرى
بې له ملالې که ميوند وګټي
شي به زما د ناويتوب ملګرى
شاعر فطرت راته الله راکړى
غزل زما دلېونتوب ملګرى
17.11.2007
- نصرت الهام
ښار ، ملنګ او لېونى لېونى زموږ د ښار دى که ملنګ زمونږ د ښار دا دواړه ( دوه مخونه ) دي د جنګ زمونږ د ښار
ښار ، ملنګ او لېونى ، دا درې داسې نومونه دي ، چې د زمانو راهيسې سره غاړه غړۍ راروان دي ، د هر دور په ښارونو کې خپل ، خپل لېوني تېر شوي او همدا ډول د هرې زمانې په ښارونو او بازارونو کې خپلو ، خپلو ملنګانو د ژوند لارې لنډې کړي، چې د ښار اوسېدونکيو ورته ځينو د زړه له تله درناوى لرلى او ځينو نورو ورسره بيا خپله مينه د کاڼو په...
18.11.2007
- نصرت الهام
غزل
شاداب
که ښه پوهېږې چې ګناه ده بيا يې څله کوې
ياره چې مينه ناروا ده بيا يې څله کوې
وايم د سر ، سره دي لوبې که عزت سره دي
ديدن چې دومره لويه غلاده بيا يې څله کوې
ناصحه ياره ! مازديګر غاړېواته په ګودر
هغه د سر بازي چې داده چې بيا يې څله کوې
منم چې ته پ...