غزل

شاداب

که ښه پوهېږې چې ګناه ده بيا يې څله کوې

ياره چې مينه ناروا ده بيا يې څله کوې

وايم د سر ، سره دي لوبې که عزت سره دي

ديدن چې دومره لويه غلاده بيا يې څله کوې

ناصحه ياره ! مازديګر غاړېواته  په ګودر

هغه د سر بازي چې داده چې بيا يې څله کوې

منم چې ته په انتظار وې زه درغلى نه وم

هغه ګيله خو اوس قضا ده بيا يې څله کوې

ته هم زما په شانې روغ يې ته د صبر نه يې

مباحثه چې نيمه خوا ده بيا يې څله کوې

ستا د شاداب په ژوندانه له تانه مخ اړول

چې دا خبره ناصلا ده بيا يې څله کوې .