غزل

جلال امرخېل

کړې حالاتو اشارې دي ځوانيمرګه به شې
خواته مې مه راځه خطرې دي ځوانيمرګه به شې

څوک به دې مړه کړي لوپټه  په بلۍ مه  رپوه
د خلکو سترګې درپسې دي ځوانيمرګه به شې

پرون سهار د قضايي لمونځ  له  ادا نه وروسته
درپسې کړې مې ښېرې دي ځوانيمرګه به شې

زمابدنامه نوم په پام اخله بدنامه به شې
بيا د سنګسار ، سنګسار نارې دي ځوانيمرګه به شې

سيلۍ باران ، برېښنا ، طوفان  دا توره شپه ده مه ځه
دا څه وژونکې منظرې دي ځوانيمرګه به شې