غزل

نبيله غزل

چې خوره زما په زړۀ ده تنها يي ده

توره شپه توره تيارۀ ده تنهايي ده

چې مې نيمه لار کې نه پرېږدي يواځې

چې د ښکلو غوندې نۀ ده تنهايي ده

لکه خوند لکه مزه او لکه مالګه

د مين د ژوندانۀ ده تنهايي ده

آينه ده سړى ځان ته پکې ګوري

هغه څۀ دي ، هغه څۀ ده تنهايي ده

د غزل ګل يې تازه راته ساتلى

اوښکې اوښکې ده اوبۀ ده تنهايي ده