غزل
نبيله غزل
د جل وهلي محبت په تور بدنامه يمه
زه د ښاغلي محبت په تور بدنامه يمه
د کلي نجونې مې له سيوري نه هم کرکه کوي
ستا د سپېڅلي محبت په تور بدنامه يمه
دپېغورونو زولنې مې په پښو کې پرتې
د خداى وهلي محبت په تور بدنامه يمه
ګناه مې داده چې د خپلې ژبې وانه وښتم
د خپل پاللي محبت په تور بدنامه يمه
زما اروا په شعر ميينه په غزل ميينه
ددغې ښکلي محبت په تور بدنامه يمه
13.11.2007
- نصرت الهام
غزل
جلال امرخېل
کړې حالاتو اشارې دي ځوانيمرګه به شې خواته مې مه راځه خطرې دي ځوانيمرګه به شې
څوک به دې مړه کړي لوپټه په بلۍ مه رپوه د خلکو سترګې درپسې دي ځوانيمرګه به شې
پرون سهار د قضايي لمونځ له ادا نه وروسته درپسې کړې مې ښېرې دي ځوانيمرګه به شې
زمابدنامه نوم په پام اخله بدنامه به شې بي...
14.11.2007
- نصرت الهام
څلوريزه
آرش ننګيال
ساندي وي زګېروي وي او ښېراوې ويمړي جنازې وي او دعاوې ويزه چې د خندا په چم بلد نه يم زمونږ کلي کې هره ورځ ژړاوې وي...