غزل

قلندر مومند

تا چې زلفې په سپين مخ باندې لام لام کړې
يه ليلو په ما به سپينه ورځ ماښام کړې

حنايي ګوتې په خير شه پوى دې نه کړم
د نقاب لاندې پرده کړې که سلام کړې

آينې ته په کتو کې څه دروشي
اننګي چې له حيا نه لال او فام کړې

زلفې ، سترګې ، شونډې ، دواړه رخسارونه
د يو مرګ لپاره څومره اهتمام کړې

تا چې داسې اړولى خوى راواخيست
بام او در به مې پوهېږم در او بام کړې

 

همدغه سندره د هارون باچا په غږ کې واورئ .

http://www.pashtomp3.com/index.php?action=download&jz_path=Haroon+Bacha%2FPa+Ma+Spina+Waraz+Makham+ki.mp3&type=track