غزل

جلال امرخېل

راځه چې لاړ شو د الفت زړې دنــــيا تـــه واپس
لـــه ابتـــدا څـــخـــه زړګـــيه انـــتــــها تــــه واپس

د ژوند طوفـــان په يوه داسـې موړ کې ودرولم
چې نه خو مخکې تګ کولی شم نه شا ته واپس

د زمانې ګردش په هرګوټ پـــېر ټکرې راکړې
اخر هــم راغلــمه په پـــښو پــــرېوتم تا ته واپس

د تور تـــهمت له توره تورې هديرې سپينې دي
راځئ چې بېرته شو د سرو  تورو  خرپا ته واپس

راغــــاړه وتــــی درد د ايســــته غورځولو نه دی
دا ډکې، ډکې سترګې څنګه کړم خندا ته واپس

خدای به مې لنډې کړي د اوښکو تويولو شېبې
په نـــنــــنــو پــلونـــو بـــه نـــه راځــم ســـبــا ته واپس

ســــتا امــرخېـــل پـه داسې تکو تورو لارو سر شو
امــېـــد مــې نـه شته که به چېرته شي رڼا ته واپس