راليږونکی :یحیی یعقوبی
د راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.com
نيټه : 22-06-2008


            د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنه
ژباړن : یحیی یعقوبي
د پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شوی .
استاد : نجیب الله فهیم

ننۍ نړیواله ټولنه د تېرو پېړیو د نړیوالو ټولنو زېږنده ده . چې د وخت په تېرېدو سره يې یو د بل ځای نیولی او په ننۍ بڼه اوښتې .
 په پخوانیو نړیوالو ټولنو کې هم ملتونو له یو بل سره اړیکې درلودې خو د دغو اړیکو څرنگوالی او څومره والی د نن ورځې په پرتله ډېر ساده او محدود وو .
په پخوانیو پېړیو کې د نړیوالې ټولنې مطالعه چندان د ارزښت وړ نه وه او ډېرو پوهانو او سیاستمدارانو هڅه کوله چې خپلو داخلي چارو ته ډېره پاملرنه وکړي ، البته د دغه کار ستر لامل د پراخو ارتباطي وسایلو کموالی او یا نشتوالی وو، چې د ملتونو او قومونو تر منځ اړیکې ټینگې کړي . همدارنگه د لیکوالو ډېری لیکنې او شننې واکمنانو ته په داخلي چارو کې د لاسبري اود واکمنۍ د ټینگولوپه  موضوع باندې څرخېدې او نړیوالو مسایلو ته یې چندان پاملرنه نه کوله .
خو د علمي پرمختیاوو او په ځانگړې توگه د اړیکتیایي وسایلو په پرمختگ سره څومره چې د ملتونو او قومونو تر منځ دغه واټن لنډ شو نو هومره د نړیوالو اړیکو موضوع هم وغوړېده .
سره له دې بیا هم، په اتلسمه پېړۍ کې په ډېرو اروپایي هیوادونو کې روڼ اندي او شنونکي په دې اند وو چې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو چارو څېړنه او مطالعه کومه ځانګړې ګټه نه لري .
د فرانسې د لوی انقلاب څخه بیا تر دوهمې نړیوالې جګړې پورې نړیوالې اړیکې یوازې د ځینو مهمو نړیوالو پېښو لکه د جنگ قوانین او اصول ، د بې پرې هېوادونو دندې، د جنګي بندیانو حقوق او د ځینو ځانګړو قراردادونو په تشریح او تحلیل او نورو محدودو مسایلو باندې خلاصه کېدې .
اما د ارتباطي وسایلو په مرسته د نشنلیزم او ځینو نورو سیاسي، اقتصادي او عقیدتي ایډیالوژیو پیدایښت او پراختیا، په اسیا ، افریقا او منځني ختیځ کې د ځینو مستعمرو خپلواکي ، د جنگي وسایلو پرمختگ ، د بیلابیلو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو جوړېدل او بالاخره د ساړه جنگ پراخېدل هغه څه وو چې د نړیوالو اړیکو پخوانۍ بڼې ته يې بدلون ورکړ او په دې توگه د یوې مهمې موضوع په توگه نړېوالې اړيکې  د دولتونو د پاملرنې  وړ وګرځیدې .
په ځانګړې توگه په شلمه پیړۍ کې نړیوالې اړیکې د سیاست د علم مهمه موضوع وګرځېده او ځینې نوي مطالب لکه قدرت ، ملي امنیت ، ډلیز امنیت، د جنګ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ریښې، نوې ډیپلوماسي، د ملگرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو سازمانونو څرنګوالی، نړیوال حکومت ، سوړ جنگ ، دسوړجنګ دپراخېدو عوامل او ځینې نور مسایل د پوهانو د پاملرنې وړ وګرځېدل  .
د نړېوالو اړیکو په اړه پوهانو له ډېر پخوا راهیسې ډول، ډول تعریفونه وړاندې کړي او لا تر اوسه کوم ټاکلی تعریف ورته نه دی غوره شوی . ځینی پوهان نړیوالې اړیکې د هیوادونو تر منځ هغه متقابلې اړیکې بولي چې د هغو د ملي ګټو د خوندي ساتلو او لاسته راوړلو پر بنسټ جوړیږي .
خو نن ورځ سیاست پوهان هڅه کوي چې د هیوادونو تر منځ دغه اړیکې د اوسني سیاسي چاپیریال په رڼا کې وڅیړي .نو په دې اساس نړیوالې اړیکې په دې ډول تعریفوي !
نړیوالې اړیکې د هغو عواملو او فعالیتونو مطالعې ته وایې چې د هیواد په خارجي سیاستونو او سیاسي قدرت باندې ستر اغیز لري .
هغه عوامل چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې دولتونو باندی اغیز لري عبارت دي له :
1- د نشنلزم پیدایښت او پراختیا
2- د مختلفو ایډیالوژیو لکه لیبرالیزم ، کمونیزم، فاشیزم ، امپرالیزم ... شتوالی
3- د نړیوال کیدنې یا انټرنشنليزم پراختیا او د مختلفو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو رامنځ ته کیدل
4- د جنګي ټکنالوژۍ پرمختګ او په ځانګړې توگه د اټومي وسلو جوړېدل
5- د ملتونو اقتصادي پیوستون
6- د نړیوال نفوس زیاتېدل
7- له دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د خپلواکو هیوادونو زیاتوالی
8- د ارتباطي وسایلو په پرمختگ سره د نړۍ کوچنۍ کېدل

9- د نړۍ ویش په مختلفو بلاکونو باندې
10- د دریمې نړۍ منځ ته راتگ
11- د گډ او سوله ایز ژوند د اصل منل کېدل
طبعا پورتنيو عواملو په نړیوالو اړیکو خپل ځانگړى اغېز ښندلي، اما نه دي توانیدلي چې د دغو اړیکو څېره چورلټ بدله کړي. په دې اساس نننی نړیوال نظام په ځینو برخو کې د نولسمې پېړۍ د نړیوال نظام سره ورته والی لري . او ډېر داسې مسایل او اړیکې تر سترگو کیږي چې کوم ځانگړی بدلون په کې نه ښکاري . لکه ځینې ایډیالوژیک مسایل او یا هم اقتصادي نوښتونه چې په نولسمه پیړۍ کې په ځینو اروپایي هیوادونو کې تر سره شول او اوس په هغو هیوادونو کې چې د پرمختگ په حال کې دي تر سره کیږي . دا او دې ورته نور مسایل هغه څه دي چې د ننۍ نړیوالې ټولنې پخوانۍ هغې سره ورته والی ښيي .
مګر هغه څه چې د اوسنۍ او دوهمې نړیوالې جګړې څخه  پخوانۍ نړیوالې ټولنې توپیر جوتوي عبارت دي له !
1- د خپلواکو هیوادونو زیاتوالی
2- د هیوادنو د له منځه وړونکو تخریبي قدرت بې کچې زیاتېدل
3- د مختلفو نړیوالو سازمانونو جوړېدل
4- د مختلفو ازادي غوښتونکو ټولنو او نړیوالو سیاسي احزابو را منځ ته کېدل
5- په نړیواله کچه د دریو سترو هیوادونو( د امریکې متحده ایالات ، پخوانی شوروي اتحاد او چین ) غوره دریځ .
نور بیا