يادونه : دادى د ژمني سره سم د ښاغلي امرخېل د خوږوشعرونونه څو په زړه پوري انتخاب شعرونه .

 

په مادې داڅنګه بلا په بې خودې کې کړې
چې پرهرونو مې خندا په بې خودۍ کې کړې
منم چې ما دغه ګنا په بې خودۍ کې کړې
ظالم پاچا ته مې کنځا په بې خودۍ کې کړې
ما په دې مه نيسه چې نوم به دې پر شونډو راته
جانانه ! ما خو دا خطا په بې خودۍ کې کړې
دا هم زما د محبت زورور تيا وګڼه
کنه ! د زړه خبره چا په بې خودۍ کې کړې
کلونه تېر شو ، لاتر اوسه رانه هېره نه شوه
هغه ګيله چې رانه تا په بې خودۍ کې کړې
زه په خپل ځان نه وم چې لاس مې په سينه ايښى واى
تا خو له مانه د زړه غلا په بې خودۍ کې کړې
کابل ٢٠٠٧ ز سپتمبر


کړې حالاتو اشارې دي ، ځوانيمرګه به شې
خواته مې مه راځه خطرې دي ، ځوانيمرګه به شې
څوک به دې مړه کړي لوپټه په بلۍ مه رپوه
د خلکو سترګې درپسې دي ، ځوانيمرګه به شې
پرون سهار د قضايي لمونځ له ادانه وروسته
درپسې کړې مې ښېرې دي ، ځوانيمرګه به شې
زما بدنامه نوم په پام اخله ، بدنامه به شې
بيا د سنګسار ، سنګسار نارې دي ، ځوانيمرګه به شې
سيلۍ ، باران ، برېښنا ، طوفان داتوره شپه ده ، مه ځه !
دا څه وژونکې منظرې دي ، ځونيمرګه به شې
٢٠٠٦ ز کال پېښور


 
لا خو ځواني ده تماشې به کوو
د محبت په نوم نشې به کوو
زلفې در ټولې کړه ، بې غمه اوسه
موږه عادت يو شوګيرې به کوو
که له جومات سره مو زړه تړلى
خو درناوى د ميکدې به کوو
زړه به مو تنګ وي د جنت حورو کې
ارمان د خپلې پښتنې به کوو
له لېونيو سره مينه لرو
د لېونو رب ته سجدې به کوو

وروستى بيت زما د کشر ورور نور علي تسل دى .


پرېږده دا موسم ددې کيسو نه دى
عمر د ځوانۍ دى د توبو نه دى
څنګه دې دعوه د محبت و کړم ؟
لامې چې نوم بد په مېکدو نه دى
صد مه کوه بس دى راپخلا شه نور
دا د مينې کار دى ، د پښتو نه دى
رنګ مې که د زړه خبره ونه کړه
داغ مې د زړګي د پټېدو نه دى
مه غواړه چې پښو کې به دې پرېوحي
مات به شي دا سر ، دټيتېدو نه دى
ته چې نه يې شپه شي لکه کال هومره
ژوند خو بې له تا د تېرېدو نه دى
مه کوه ښېرې ، پښتونه ! مه کوه
هيچا جنګ ګټلى په ښېرو نه دى
شکر چى دې نيت د بېرته تلو نه دى
ځکه خو مې زړه په درزېدو نه دى
دا سړى په زړونو کې ساتل غواړي
داسړى د خړو هديرو نه دى
پام کوه چې زلفې په لاس ورنه کړې
ستا مين عادت په شوګيرو نه دى
سترګو دې جهان په بله واړوه
چاوې چې تقدير د بدلېدو نه دى
کرښې مې دلاس مزدورۍ ورانې کړې
اوس مې خوار نصيب هم د لوستو نه دى
لابه طوفانونه په دنيا راځي
لامې زړګى تش له اسوېلو نه دى
تا چې ځلميتوب کې په رنځ واړوه
مري به امرخېل د رغېدو نه دى
کابل ، شاه شهيد ٢٠٠٧ ز کال سپتمبر


چې مې زړګى ستا له کوڅې وويسته
لاړمه ځان مې له کعبې وويسته
نن به کوم بل رنګه پسات جوړوي
نن يې منګى په سرې غرمې وويسته
ماچې توبه له ملنګۍ نه وکړه
تا دې زکات د سپينې خولې وويسته
(( هغه )) سهار په هديره کې پروت و
بېګا چې تا له دروازې وويسته
پام کوه اوربه په جهان پورې شي
که دې سپين مخ له لوپټې وويسته
امرخېل ستا نوم اخيسته په چيغه
ځکه ساقي له ميکدې وويسته
٢٠٠٦ ز کال ، پېښور

 
چې لېونى شومه نو پرې دې ښو دم
اوس چې سړى شومه نو پرې دې ښودم
ګلاب ، ګلاب ځواني مې ځار کړه له تا
ازغى ، ازغى شومه نو پرې دې ښودم
داستا په سر چې زه له خپله ځنه
لکه پردى شومه نو پرې دې ښودم
زه چې وړوکى وم، ښه يار دې ومه
اوس چې ځلمى شومه نو پرې دې ښودم
ستا د عشق اور کې ستا نادان امرخېل
لوګى ، لوګى شومه نو پرې دې ښودم
٢٠٠٧ ز کال جون ، پېښور

که زما په خوښه ځې درسره ځم
لاس مې نيسه زمانې درسره ځم
نيمه شپه مې خوب نه ويښ کړي راته وايي
که په مينه مې ساتې درسره ځم
ساقي ته خو تر جوماته يوځل راشه
بيا زه هم تر مېکدې درسره ځم
دې نه وړاندې مې دتللو توان نشته
ژونده بس تر هديرې درسره ځم
ته چې هر ملا ذان وځي مزدورۍ ته
ګرانه زه تر دروازې درسره ځم
٢٠٠٧ کال مارچ ، پېښور د ښاغلي اسلام ګل شېرزاد استوګنځى


 
د جنت د پرښتو ژبه مې زده ده
زه پښتون يمه پښتو ژبه مې زده ده
ستا د سترګو په تصوير مې دې قسم وي
ددې ګونګو آيينو ژبه مې زده ده
هر يو شرنګ يې بس زما د نو ازانګه
ستا دلېچو د بنګړو ژبه مې زده ده
دا چې ژوند باندې د ژوند هومره مين يم
د قبرونو د لوحو ژبه مې زده ده
تلاوت به دې د سترګو پښتنو کړم
د قرآن د سپيارو ژبه مې زده ده
٢٠٠٧ کال جنوري ، پېښور

چې ياد دې نه وي لاره هم نه وينم
زما د زړه د سترګو ديد غوندې شوې
هر کار نه مخکې بهانې جوړوې
د امريکا د فوځ د بريد غوندې شوې
حسيني مينه مې په غشو ولې
جانانه ولې د يزيد غوندې شوې ؟
په يوخولګۍ کوې د کفر فتوا
سم د باړې د پير مريد غوندې شوې
شعر به دې هله امرخېله شعر شي
که شاعرۍ کې د حميد غوندې شوې
٢٠٠٥ز کال ، پېښور


 
لامې هم زړه ددې ښار کوڅو کې تنګ دى
لامې هم زړه کې مستي د پېښور ده
چې خيالونو کې راځي د پېښور ده
زما مينه جننتي د پېښور ده
دا چې زړونه ورپسې له سينې وځي
دا چې زړونه خپلوي د پېښور ده
سندريزه يې فضا په محبت ده
بلا ښکلې زندګي د پېښور ده
ددنيا بادشاهي هسې خوږه نه ده
لکه څنګ چې ملنګي د پېښور ده
د کابل شاعري اوښ دى او چنار دى
شاعري خو شاعري د پېښور ده
٢٠٠٧ز کال جون ، کابل شاه شهيد

خولګۍ يې راکړه رپېده سترګې يې ټيټې کړلې
هو ! پښتنه وه شرمېده سترګې يې ټيټې کړلې
سخته غوسه شوه ، ويل يې څه له درته غاړه درکړم
چې ورپه ياد مې کړه وعده سترګې يې ټيټې کړلې
بلې جلۍ په څنګل ټک ورکړ چې يار دې ګوره
له ورايه شنه شوه خندېده ، سترګې يې ټيټې کړلې
پرون مې خط کې ورته وليکل چې خوبه مې يې
نن مې له څنګه تېرېده ، سترګې يې ټيټې کړلې
زړه يې غوښتل چې جننګ د سترګو تر سبا وکړي خو
له غمازانو ډارېده ، سترګې يې ټيتې کړلې
٢٠٠٦ زکال ، سپتمبر ، پېښور

 
شکر کامياب شو بغاوت ، پابندي ختمه شوله
کوه خبرې په جرات ، پابندي ختمه شوله
شېخه ! د کفر ټاپې ځان سره سمبالې کېږده
د سرکو شونډو په سفت ، پابندي ختمه شوله
را اوړېدلي يو د کرکې او کينې له پولو
راځه چې وکړو محبت ، پابندي ختمه شوله
اوس به ايله زموږ خيالونه الوتنې وکړي
ځي به په لور د حقيقت ، پابندي ختمه شوله
په ښکاره ووايه ، چې هرڅه دې په زړه کې ګرځي
جانانه څۀ کړې اشارت ؟ پابندي ختمه شوله
نور شو ستايلى د غزل پيغله په ځوانو جذپو
د تخپل په شرارت ، پابندي ختمه شوله
د پرهرونو نغمې وايه امرخېله ! اشنا
مه غواړه چانه اجازت ، پابندي ختمه شوله

دغه وخت په پېښور کې شعارونو ته شعرونه ويل کېدل ، مونږ ( شهزاده شيرين زوى ، نصرت الله الهام ، دل آغا شهريار او ... وتوانېدلو چې د افغان ادبي ټولنې په تاسيس او فعاليت خلکو ته د شعر اصلي مانا او اصلي روح وښيو په دې خوښۍ کې مې همدا شعر ليکلى و
امرخېل
٢٠٠٦ ز کال مى ، کچه ګړۍ پېښور

 
سينو د رقيبانو ته يې نيولي ټوپکونه
راخيستې ورپسې دي تمام کلي ټوپکونه
يو چا مو د هېواد د خپلواکۍ پيغله ګواښلې
دا ځکه مو اوږو ته اچولي ټوپکونه
هغوى دې زمونږ چم کې زياتې جګې سترګې نه وړي
هغوى چې په ميدان کې غورځولي ټوپکونه
تش لاسي دومره نه يو چې برى به رانه يوسي
لرو لا په کورو کې زنګ وهلي ټوپکونه
خورې څڼې مو څنډ وهئ مورچل ته د ننګ راشئ
په غاړه کړئ ملګرو ښکلي ، ښکلي ټوپکونه
نن خدايزده امرخېله ! که غليم په مخه راشي
پرون يې زموږ لاس کې و ليدلي ټوپکونه
٢٠٠٥ کال پېښور

مونږ ته خو قصاب شونډې ګنډلې دي
تاسې په کوم باب شونډې ګنډلې دي
يو خوا مې پاړسي پښتو ته نه پرېږدي
بل خوا مې پنجاب شونډې ګنډلې دي
ځنو د قلم نه ژبه پرې کړله
ځنو د کتاب شونډې ګنډلې دي
هغوى که درخو په بلۍ وژني نو
دوى هم د رباب شونډې ګنډلې دي
دوى د خاموشۍ په معنا څه خبر
دوى خو د ګلاب شونډې ګنډلې دي
ماپه ميکده کې بغاوت وکړ
تادې په محراب شونډې ګنډلې دي
٢٠٠٦ ز کال فروري ، کچه ګړۍ پېښور د ګران ملګري صديق الله نجيبزي دېره

 
د ميکدې په لورې نيت دومره اسانه نه دى
اوله ملانه شکايت دومره اسانه نه دى
د پرهرونو نغمې مه وايه که ژوند خوښوې
د کفر چم کې تلاوت دومره اسانه نه دى
د زړګي وينه غواړي مينه او جذبه هم غواړي
د تورو سترګو رياضت دومره اسانه نه دى
په اور ورين ماحول کې تلل دي د چړو په څوکو
شرينه ياره محبت دومره اسانه نه دى
د څنګ ملګري پښېمانه شول زړګيه چپ شه
اوس په تنها ځان بغاوت دومره اسانه نه دى
د ا امرخېل دى چې اسمان راولي ځمکې پورې
که نه غزل کې قيامت دومره اسانه نه دى
٢٠٠٦ ز کال جولاى ، کچه ګړۍ پېښور