غزل
الهام
د بل غم باندې اختر کولى نه شم
دغه کار د ځناور کولى نه شم
ژوند مې کم دى او کارونه راته ډېر دي
دا کارونه دومره ژر کولاى نه شم
د ژوندون په فلسفه که څومره پوه شم
خو په ژوند باندې باور کولاى نه شم
د مغلو د دوستۍ نه مې توبه ده
دښمني د پېښور کولى نه شم
د وصال په خوب دې داسې ويده ښه يم
د بېلتون دې تصور کولى نه شم
04.12.2007
- نصرت الهام
طالب جانه ، ټپې
زما په هر لورې سلام دى چې دريادېږم زما اخله سلامونه زما پينځه وخته دعا ده ربه دې باچا کړه چې سلام له دې درځمه زما د زړه د سر گلابه همېش دې غم د رژېدو راسره وينه زما د زړه گلابه راشه په نورو خلکو پسرلى په ما غمونه زما د زړه دمه پرې کېږي د پلانکي خان سترگې دې تل په دنيا وينه زما د زړه د سر ازغى شوې د فکر ستن در پسې وړم نه دې موممه
چنگه ملا نرۍ لرې مخ د گل په شانچال...
04.12.2007
- نصرت الهام
يادونه : دادى د ژمني سره سم د ښاغلي امرخېل د خوږوشعرونونه څو په زړه پوري انتخاب شعرونه .
په مادې داڅنګه بلا په بې خودې کې کړې چې پرهرونو مې خندا په بې خودۍ کې کړې منم چې ما دغه ګنا په بې خودۍ کې کړې ظالم پاچا ته مې کنځا په بې خودۍ کې کړې ما په دې مه نيسه چې نوم به دې پر شونډو راته جانانه ! ما خو دا خطا په بې خودۍ کې کړې دا هم زما د محبت زورور تيا وګڼه کنه ! د زړه خبره چا په بې خودۍ کې کړې کلونه تېر شو ، لاتر اوسه رانه هېره...