شعرونه
غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤ کليد راډيو
غزل \ احمد بختيار ساحل
نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومهچې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومهدمخورو او سپين ږيرو خودې ونه منلداځل دکلي لېونو باندې جرګه کومهلېونى نه يم، چې په ځان راټولومه خلکپه زړه مجبور يم، چې رباب وهم ټپه کومههر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمهستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه
ټپيزې \احمد بختيار ساحل
ټپيزې تاسره سم ماسره وران ديګنې له تانه پر ما ګران دي څومره ناپويه دي نادان ديداستا په سترګو کې پېريان ديچې په تا راشي جوټې ماله راکوينه ++++++++++ دا هم په خوى لکه بلا دىتر ټولو غټ توپير يې دادىهغه و بوش دا اوباما دىبس خو چې څوک دامريکاي دىزموږ ياري ورسره ګرانه ده ميينه +++++++++ ښکلى که څومره ستمګر وييا دروغجن يا جواګر ويکه له غمازه
نوى غزل \ بختيار ساحل
بس خو چې چمبه لاسو کې ونيسي زړونو ته لمبه لاسو کې ونيسي نورو ته دمينې ترانې وايي ماته سيپاره لاسوکې ونيسي زه چې نيمه شپه غزل غزل شمه څوک راته ډيوه لاسو کې ونيسي ته چې راسره ګرځې اکثر ښکلي اور اخلي آيينه لاسو کې ونيسي ښکليه ! ستا (ساحل ) به اخر ستا په سر ټوله ميخانه لاسو کې ونيسي
نوى غزل \ بختيار ساحل
ښکلى يې ښکلى راپسې راځه زړه يې منلى راپسې راځه لکه پاللى مينه نه غواړمه لکه ساتلى راپسې راځه دانه وانه يې ټولوه راپسې زړه مې شيندلى راپسې راځه بيا به د ژوند په لارنه نه ودرېږي مرګ مې ګنډلى راپسې راځه نور به اغزي چېرې چېړل ونه کړي ګل مې سېزلى راپسې راځه ساحله ! چېرته به مې زړه پرېوځي عشق م
غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
نوى غزل
بې سروروه بې شعوره دى زړګى چا ويل ډک له رنګ او نوره دى زړګى ؟بس د هر وطن ښکلا ته يې سر ايښى بې فرهنګه بې کلتوره دى زړګى کله ، کله دې په ځان پورې حيران کړي څومره بد څومره مغروره دى زړګى چې ښايست ګوري لمبې کوي درزيږي ته وا ، وتى له تنوره دى زړګى پړ يې مه ګڼه ساحله ! لېونى يې يار ته ووايه ! مجبوره دى زړګى
زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه/ طایرځلاند
زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه] } نظم : طایرځلاند څه موده پس زما دزړه په شاړه شوې لاره یوچا راپیښه وکړه زما دزړه په وران ګودر کې خاموشی خوره وه دې ورته شور راوړه سندره راوړه دلته سکڼی سکڼی ماښام وتروګمۍ غوندې وه هغې زما په نوم دزړه تاخ کې ډیوه کیښوده زه دګمان په جزیروکې وم ورک شوی له ځان
غزل \ احمد بختيار ساحل
يار راته زما په زړه يوه خبره نه کوي زه يې چې په تمه يم هغه خبره نه کوي زه چې خپل ياران د آيينې په څېر شفاف ګڼم ماته ياران ولې پښتنه خبره نه کوي ځار شمه د خپل کلي درانه مشران چې ګورمه سر يې که په دار هم شي کږه خبره نه کوي ته ورته د خپلې ښکلا دومره صفت مه کوه مانه بغير دغه آيينه خبره نه کوي
غزل \ احمد بختيار ساحل
داڅو اوښکې دي ګرېوانه دادې تاسره يادګار ويدا مې درکړې له خپګانه دادې تاسره يادګار وي څو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کېډک له ننګ افغانستانه دادې تاسره يادګار ويځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېږدهزه چې مړ شومه جانانه دادې تاسره يادګار ويڅو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نه شيزړه مې تور دى له هر چانه دادې تاسره يادګار وي څو غزلې څو سندرې خوار ( ساحل) درته ليکلي
غزل \ احمد بختيار ساحل
ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده ! بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه
غزل \ احمد بختيار ساحل
يو غزل او يو سلام د مينې نښهد هر ښکلي احترام د مينې نښه د بل غم سره د اوښکولارې لارې په ګلونو باندې پام د مينې نښهپه کوڅه کې يو هلک د ونې شاته او جينۍ ناسته په بام د مينې نښهد مشرانو د خبرو اورېدنه د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه ته دې خپل ياران ګرم مه بوله ساحله !ستا غزل سره ناکام د مينې نښه ٢٠١٠ _ ٦ _ ٢١ کليد راډيو
نوى غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤ کليد راډيو
نظم
له افغانستان سره وير چې په نړۍ کې په فساد ککړ دويم هېواد وپېژندل شو ! نه يې مينه نه يې ژوند شوې نه يې ځان شوې لاړې هسې پښتنو باندې تاوان شوې دا منم چې په خپل شتون ښه پښېمان شوې چاته زړه چاته سپرلى چاته خزان شوې +++++++++ته د خپلو بچو غم په ملا وهلى خو يې خپلو بچو سم په ملا وهلى ګاونډيانو خو يې هم په ملا وهلى څه حالاتو څه تورتم په ملا وهلى ++++++++++ګلپرسته ماشومان دې لېوني دي شته په واک کې واکد
غزل /بختیار ساحل
غزل بختیار ساحل ایینه په منځ کې ماته راته ښکاري دادنیا داسې میراته راته ښکاري زه چې مینې ، مینې ژوند ته ور روان یمدانو ستا له خراباته راته ښکارینه زاهده : مونږ په مینه کې زمریان یوستا جذبه خو تر جماته راته ښکاريله خدایې نه دې قربان شم لویه خدایهخو نړۍ دې بې ثباته راته ښکاريدې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وهداخولګۍ خو دخیراته را
غزل / طایرځلاند
غزل طایرځلاند کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شيتاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګونو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څهکله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي چې دلمرونو سره ساتي تړون ژوند اوموميګنې تور کاڼی وي خو لمر باندې مهتا
غزل/انعام الله ګوهر
غزل د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې
شغلې/ازاد شعر
شغلې.... زرګونه کاله وړاندې چې کاینات ګرده تیاره،تیاره و په دغه وخت کې خدای پاک د مینې لمر
ګرانې.........
له تا بغېر مې زهرجنې د ژوند شپې دي ګرانې رانه تاو شوې د غمونو دایرې دي ګرانې که یو زړه،زړونه مو یو بل ته نژدې دي ګرانې تر منځ مو اوه سمندرونه فاصلې دي ګرانې هغه د خدای نور و چې غرونه یې رېزه رېزه کړل او دا چې زړونه نړوي،د ستا شغلې دي ګرانې ته چې ترې ووتې د زړه کور مې خالي ولاړ دی نورې قلف شوې د دې وران کور دروازې دي ګرانې زه پخپل ذات کې په یو بل رقم عذاب اخته یم بس فریادونه دي،غوغا ده او نارې دي ګرانې
غزل/انعام الله ګوهر
هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه نور خلک دې وایستل له خ
غزل/انعام الله ګوهر
ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې زه لکه روښان
غزل/انعام الله ګوهر
خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه
غزل/انعام الله ګوهر
زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه پرو
نور دې نه یادوم
نور دې نه یادوم زما لومړۍ شعري ټولګه ده چې دوه وارې د پښتو ادبي غورځنګ