اوس چې دې يار کړمه جينۍ اوس به زاري کومه
زه مې تر مرګه د خپل زړه ذمه واري کومه
زه د جنسيت لپاره خپله شمله نه بايلمه
زه دې د پاکې عقيدې تابعداري کومه
زه درنه غواړمه چې غرونه غرونه مينه راکړې
له دې نه وروسته ستا لپاره شاعري کومه
ښکلو د ژوند په معنا پوى کړم ښکلو ښکلى کړمه
چې ښکلى وګورمه خامخا زاري کومه
اوس خو دې لاره رانه بيله کړله بل ته لاړې
که پخه دې ونيسې خبره اخري کومه
ساحله زه يې د غلام په حيث منلى ښه يم
زه داسې نه غواړم چې زه يې باداري کومه