زما غزل ـ بختیار ساحل

د پښتون ټبر تورسره حيا ، مړه دهپېښوره ! نن دې بله ښکلا ، مړه دهتوره شپه وه تورو سترګو مې تور واخېستما وېلې که دا ټوله دنيا ، مړه دهزړه لمبې کوي احساس مې زوروي اوسغزلزاره ، غزاله په جفا ، مړه دهچې هنر مو بې هنره خلک وژنيپښتنو! ستاسې راتلونکې سبا ، مړه دهخاموشي به دې د زړه ژورې وخوريځه ، ساحله چې د زړونو درزا ، مړه ده

11.09.2012 احمد بختيارساحل

زما غزل ـ بختیار ساحل

د خپلې مينې د جنون بازار ته ډېر ګورمهچې ترېنه وځمه ښايسته ننګرهار ته ډېر ګورمهچې راته ووايي بختياره خداى دې مه خواروهپه دغه وخت کې مې سپين ږيري پلار ته ډېر ګورمهزه مې د زړه په کيفياتو باندې ښه پوهېږمدا رانه مه پوښتئ چې ولې يار ته ډېر ګورمهپه کومه لار چې د غريبې جلۍ کډه وځيپه هغه لاره ناست يم هغې لار ته ډېر ګورمهکله ناکله د ساحل تصوير په جېب کې ساتمکله ناکله بيا ساده بختيار ته ډېر ګورمه

10.09.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ بختيار ساحل

دا ستا د وجود اوه ، واړه رنګونه ، کتابونه قسم دى درته نه رسي ګلونه ، کتابونه   د ژوند لار يې راوښوده ، جنت ته يې تيار کړم ما لوستي دي ، د مور او پلار لاسونه ، کتابونه   چې ستا د خولې خبرې رانه هېرې شي دلبرې ! بې ځايه دي څلوېښت زره

26.05.2012 احمد بختيارساحل

مرکيال : احمد بختيار ساحل موضوع : په شعر کې د تصوير ارزښت

 (له څه مودې راهيسې چې پخپله راډيو (( کليد )) کې ماته د رڼې چينې په نوم يوه ادبي خپرونه راسپارل شوې ده د ادارې خوښه دا وه چې زه بايد په کې له شاعرانو سره د هغوى د ژوند په تړاو مرکې نه بلکې د ادب له مخکښو کسانو سره په ادبي ژانرونو مرکې وکړم .دغه خبره زما زړه ته هم کېوته او تر اوسه پورې مې منلې ده ما به دا مرکې تر پينځلسو اړولي وي ، خو کومې مرکې چې ماته ډېر خوند راکړى دى او راته په زړه پورې ده هغه همدا ده چې تاسو به يې ولولئ ما ښه وګڼله چې دا مرکې تاسو همداسې په ليکلې بڼه

31.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دىخو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دىمخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمهاوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دىله دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍمخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دىښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کويمونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دىيار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړهساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى

13.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دىخو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دىمخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمهاوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دىله دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍمخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دىښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کويمونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دىيار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړهساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى

13.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

واوره ورېدلې دهتاته مې ساتلې دهمينه دې سمباله کهزړه نه ښوېدلې دهښکلى يې معنا غواړيسترګه مې وهلې دهغره وفا راکړې دهښار کې مې شيندلې دهدا غزل د زړه غزلتاته مې ليکلې دهتاسره بدمرغه دهمونږ سره ښاغلې دهخير ساحله ښکل يې کهکور ته دې راغلې ده

13.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ بختيار ساحل

مونږ غږولې ده د مينې سرينده ساحلهلکه باران چې هره پېغله ورېده ساحلههغه چې داسې په سرو شونډو خندېده ساحلههغه د وخت په مصلحت نه پوهېده ساحلهيوې جينۍ په لار د آسپې قدمونه وهلبله جينې له ډېره شرمه رپېده ساحلهکه د خوبانو پېروزوينې وي همداسې خاورېچېرته به پاتې شي له مونږ نه ميکده ساحلهد زړه ژورور ته پستې خبرې ښې کېوځيچېرته غزل ساحله چېرته قصيده ساحله

13.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

مونږ که په هر حالت له درده قصيده ليکلېزمونږ رهبر هغه د زړه په حاشيه ليکلېتاسو د خپل فکر کمزورې فلسفه ليکلېمونږ ته راغلې ده تياره سېپاره ليکلېتاته طوفان ليکلی تاته زلزله ليکلېماته مرمۍ ليکلې ماته غرغره ليکلېله دې نه پس د زړه په کور کې بنديزونه ډېر ديله دې نه پس به رانه اخلې اجازه ليکلېبيا کندهار د يرغلګرې نړۍ اور لمبه کهبيا يې ځوانانو په سر توره کليمه ليکلېد هر ثواب په نيت زمونږ تڼۍ تالا ترغه شوې

13.03.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

مونږ که په هر حالت له درده قصيده ليکلېزمونږ رهبر هغه د زړه په حاشيه ليکلېتاسو د خپل فکر کمزورې فلسفه ليکلېمونږ ته راغلې ده تياره سېپاره ليکلېتاته طوفان ليکلی تاته زلزله ليکلېماته مرمۍ ليکلې ماته غرغره ليکلېله دې نه پس د زړه په کور کې بنديزونه ډېر ديله دې نه پس به رانه اخلې اجازه ليکلېبيا کندهار د يرغلګرې نړۍ اور لمبه کهبيا يې ځوانانو په سر توره کليمه ليکلېد هر ثواب په نيت زمونږ تڼۍ تالا ترغه شوې

13.03.2012 احمد بختيارساحل

زما يو نوى غزل

يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دىخو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دىمخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمهاوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دىله دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍمخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دىښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کويمونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دىيار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړهساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى

16.01.2012 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

بيا ښار ته ځمه بيا مې زړه شيندمهسترګې ساتمه سترګې نه شيندمهګلاب مې وخوړل بې مينې ومهښکليه تاته مې باڼه شيندمهبيا د وطن کوڅې غليم نيوليبيا مې تڼۍ د ګرېوانه شيندمهمينه مې وژني غاړه نه راکويزه چې په چاپسې اوبه شيندمهرقيبه نن مې يار ژړلي راتهرقيبه نن به دې ماغزه شيندمهساحله يو ځلي دې بيا غواړمهراشه چې زړونه درته وه شيندمه

20.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

عشق دې سترګو نه را اوري بېرته بيازما زړه درپسې ښوري بېرته بياعجيبه شرارتونه ، خورويچې په منډه کې راګوري بېرته بيابيا مې زړه چاپسې وځي له سينېبيا ځليږي بلا ستوري بېرته بياپه پرېوتې زمانې پسې روانوطنوال مې شوه کمزوري بېرته بيازه خانان ستايلى نه شمه اللهمانه واخله غزلتوري بېرته بياانساني پرستشان راغله ساحلخلک ځي د چا په لوري بېرته بيا

20.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

جينۍ ته سترګه رپوه رپيږيپه تش نظر او اشاره رپيږيسپېڅلې مينې درته حق حيران يمچې زه رپېږمه هغه رپيږيزه د وصال غزل ليکمه ناست يمولې کمزورې شوه ډيوه رپيږييار ماشومان خويونه نه هېرويچې ورته ووايمه ځه رپيږييار به راځي او که به زه ورځمهپه دواړو سترګو کې يوه رپيږيعجيبه ځاى دى غاړه مه بندوهباران وهلې ده او ښه رپيږيووايه تاسره به څه کومهتاته مې ټوله عقيده رپيږيساحله بيا چا کودتا

18.12.2011 احمد بختيارساحل

احمد بختيار ساحل

يو في البديهه مشاعرهد تېرې جمعې ماښام ځواب راته زنګ راووهه چې (( ساحله هغه برهان الدين تسل والله چې خپه کېږي ، او که ته کار نه لرې نو نن شپه به ور شو )) ما هم ورسره ومنله برهان الدين تسل زمونږ يو ډېر خوږ ملګرى دى ، هلته موشپه يوړه زه ، عزت الله ځواب او زما د ترور زوى عاشق الله ورغلو ، تسل او مشر ورور يې صلاح الدين زموږ ښه کوربه توب او عزت وکړ د دوى مينه دورمه خوږه وه چې تر خوړو او سکو وروسته مو پام د يوې في البديهه مشاعرې په لور واوښت او ځواب دا هيله وکړه چې بايد ترسره شي نو ما ورته کړه

17.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

ساحل راوغواړئ ساحل د يارانې سړى دىهغه که څه هم د سپېڅلې زمانې سړى دىپلار دې سپين ږيرى دى له ورور څڅه دې مه وېرېږهقسم هغه د يوې تشې بهانې سړى دىچې د اسلام په رواياتو ورته پړ نه شمهزه ، خو يې وژنم دا سړى د بتخانې سړى دىزړه مې د يار له لاسو خاورې غورځوي او وايييار دې غريب دى ، خو هغه د دُردانې سړى دىزموږ د کور په دېوالونو يې جنډې ايښي ديزمونږ ګاونډ کې پروت سړى د اندېښنې سړى دىزړه او جانانه دومره شور خپلو کې

15.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

زه د مرګ پرستو په خلاف يمهزه مې د غزل په څېر شفاف يمهزه د يرغلګرې مينې کلک دښمنزه قيدي په دغې اختلاف يمهياره زولنې مې پښو نه لرې کړهتاپسې پرېوتى په طواف يمهسپينې خولې دې ټولې پرې خبرې شيراشئ اوس د خپل زړګي صراف يمهلرې کړه لاسونه مخ نه لرې کړهمه کوه په مينه کې ډېر صاف يمهنه بابا دېوان دې خلک نه لولي !زه ددغې دور موشګاف يمهزه د ساحل هر غزل ته ژاړمهزه نشه په دغه اعتراف يمه

14.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل _ احمد بختيار ساحل

چاته يې نه ورکوم خپله ځانته زړه وچومزه به له چاسره په مينه کې ماغزه وچومنور يې پرېږدمه چې د زړه په اراده پرېوځينور مې له سترګو څڅېدلې اوښکه نه وچومزه کرۍ ورځې انتظار د لمر کولاى نه شمزه نور لامده کالي د کور په تناره وچومد ګاونډي مسلمان څه شي ته ښه ووايمهزه لاتر اوسه ماشومانو ته سابه وچومزه مې د مينې احترام په سپېلنو نه کومزه مې د مينې نغمه ګرې ته باڼه وچومزه مې د مينې هر انداز نوى کوم ساحلهزه نور د

06.12.2011 احمد بختيارساحل

غزل _ احمد بختيار ساحل

که ددې درست جهان فقير ته يېزما د زړه د ښار امير ته يېپه هرې خولې د خندا راج ستا دىپه ټولو سترګو کې تصوير ته يېپه سپينو لېچو کې مې شرنګ ستا دىپه سپينه غاړه مې ځنځير ته يېزما د جسم واکداري ستا دهپه حرکاتو کې تاثير ته يېبېګاه مې ټوله شپه په خوب ليدېزما ددې غزل تعبير ته يېساحله دومره مينه ولې کوېچې اوس د هر ښکلي اسير ته يې

05.12.2011 احمد بختيارساحل

نوى غزل

په دې هم پوى نه يو چې څه به کووڅه چې کوو زړګيه ښه به کوود ښار له جونو نه ، خو نه خلاصيږوپرېکړه مو کړې ده واده به کووکه د مغل په خاوره هم دېره شوونو عادتونه پښتانه به کووته کور راضي کړه زه به ځان بدل کړمچې مينه پالو ياره زړه به کووزړونه په خپلو کې وېشو لاليهپه ښار کې ژوند کوو ، نو خوله به کووساحله شنې دې ګوره خون ونه کړيسترګې به تورې کړو رانجه به کوو

30.11.2011 احمد بختيارساحل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more