يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دى
خو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دى

مخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمه
اوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دى

له دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍ
مخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دى

ښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کوي
مونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دى

يار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړه
ساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى