که ددې درست جهان فقير ته يې
زما د زړه د ښار امير ته يې
په هرې خولې د خندا راج ستا دى
په ټولو سترګو کې تصوير ته يې
په سپينو لېچو کې مې شرنګ ستا دى
په سپينه غاړه مې ځنځير ته يې
زما د جسم واکداري ستا ده
په حرکاتو کې تاثير ته يې
بېګاه مې ټوله شپه په خوب ليدې
زما ددې غزل تعبير ته يې
ساحله دومره مينه ولې کوې
چې اوس د هر ښکلي اسير ته يې
30.11.2011
- احمد بختيارساحل
په دې هم پوى نه يو چې څه به کووڅه چې کوو زړګيه ښه به کوود ښار له جونو نه ، خو نه خلاصيږوپرېکړه مو کړې ده واده به کووکه د مغل په خاوره هم دېره شوونو عادتونه پښتانه به کووته کور راضي کړه زه به ځان بدل کړمچې مينه پالو ياره زړه به کووزړونه په خپلو کې وېشو لاليهپه ښار کې ژوند کوو ، نو خوله به کووساحله شنې دې ګوره خون ونه کړيسترګې به تورې کړو رانجه به کوو...
06.12.2011
- احمد بختيارساحل
چاته يې نه ورکوم خپله ځانته زړه وچومزه به له چاسره په مينه کې ماغزه وچومنور يې پرېږدمه چې د زړه په اراده پرېوځينور مې له سترګو څڅېدلې اوښکه نه وچومزه کرۍ ورځې انتظار د لمر کولاى نه شمزه نور لامده کالي د کور په تناره وچومد ګاونډي مسلمان څه شي ته ښه ووايمهزه لاتر اوسه ماشومانو ته سابه وچومزه مې د مينې احترام په سپېلنو نه کومزه مې د مينې نغمه ګرې ته باڼه وچومزه مې د مينې هر انداز نوى کوم ساحلهزه نور د...