چاته يې نه ورکوم خپله ځانته زړه وچوم
زه به له چاسره په مينه کې ماغزه وچوم

نور يې پرېږدمه چې د زړه په اراده پرېوځي
نور مې له سترګو څڅېدلې اوښکه نه وچوم

زه کرۍ ورځې انتظار د لمر کولاى نه شم
زه نور لامده کالي د کور په تناره وچوم

د ګاونډي مسلمان څه شي ته ښه ووايمه
زه لاتر اوسه ماشومانو ته سابه وچوم

زه مې د مينې احترام په سپېلنو نه کوم
زه مې د مينې نغمه ګرې ته باڼه وچوم

زه مې د مينې هر انداز نوى کوم ساحله
زه نور د پېغلې په ټيکري باندې وېښته وچوم