زه د مرګ پرستو په خلاف يمه
زه مې د غزل په څېر شفاف يمه

زه د يرغلګرې مينې کلک دښمن
زه قيدي په دغې اختلاف يمه

ياره زولنې مې پښو نه لرې کړه
تاپسې پرېوتى په طواف يمه

سپينې خولې دې ټولې پرې خبرې شي
راشئ اوس د خپل زړګي صراف يمه

لرې کړه لاسونه مخ نه لرې کړه
مه کوه په مينه کې ډېر صاف يمه

نه بابا دېوان دې خلک نه لولي !
زه ددغې دور موشګاف يمه

زه د ساحل هر غزل ته ژاړمه
زه نشه په دغه اعتراف يمه