ساحل راوغواړئ ساحل د يارانې سړى دى
هغه که څه هم د سپېڅلې زمانې سړى دى

پلار دې سپين ږيرى دى له ورور څڅه دې مه وېرېږه
قسم هغه د يوې تشې بهانې سړى دى

چې د اسلام په رواياتو ورته پړ نه شمه
زه ، خو يې وژنم دا سړى د بتخانې سړى دى

زړه مې د يار له لاسو خاورې غورځوي او وايي
يار دې غريب دى ، خو هغه د دُردانې سړى دى

زموږ د کور په دېوالونو يې جنډې ايښي دي
زمونږ ګاونډ کې پروت سړى د اندېښنې سړى دى

زړه او جانانه دومره شور خپلو کې ولې کوئ
ساحل ته واک ورکړئ هغه ، خو د صحنې سړى دى