يو في البديهه مشاعره
د تېرې جمعې ماښام ځواب راته زنګ راووهه چې (( ساحله هغه برهان الدين تسل والله چې خپه کېږي ، او که ته کار نه لرې نو نن شپه به ور شو )) ما هم ورسره ومنله برهان الدين تسل زمونږ يو ډېر خوږ ملګرى دى ، هلته موشپه يوړه زه ، عزت الله ځواب او زما د ترور زوى عاشق الله ورغلو ، تسل او مشر ورور يې صلاح الدين زموږ ښه کوربه توب او عزت وکړ د دوى مينه دورمه خوږه وه چې تر خوړو او سکو وروسته مو پام د يوې في البديهه مشاعرې په لور واوښت او ځواب دا هيله وکړه چې بايد ترسره شي نو ما ورته کړه چې دغه مطلع درته زه وايم ته پرې سوچ وکړه ځواب هم راسره ومنله او په دې مطلع مشاعره پيل شوه :
ښکلي چې مونږه باندې پام نه کوي ښه نه کوي
زمونږ چې دومره احترام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
مخکې به ښه وه کله کله به په مخه راتله
اوس هغه تش دعا سلام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
ياره چې ستا مينه کمزورې شوه که زه ښه نه يم
سترګې دې هغه شان الهام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
هر چانه خپل تاريخ هېر شوى دى چې څه شوي دي
چې شاعران صفت د قام نه کوي ښه نه کوي
تسل
يارانې تل وي د لانجو نه ډکې هسې نه وي
هرڅوک چې يار سره ناکام نه کوي ښه نه کوي
تسل
په ژۍ ولا دي تاتره يې د غم ورسېده
چې پښتانه دلته قيام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
ګودرته هره ورځ راتلاى شي سره وبه ګورو
خو اشارې دې پاس په بام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
مونږه ، خو هسې لېوني يو شعر ته شپې رڼوو
دوى چې خوب نه کوي ارام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
په رڼا ورځې مې راغواړي بېرته بيا مې شړي
چې مېلمستيا راته ماښام نه کوي ښه نه کوي
تسل
په دې خپه يمه چې شېخ ته زه سړى نه ښکارم
يواځې ماته ست د جام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
مينه يې راوسته له کفر سره يې وتړله
سپينه خبره چې امام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
ښکلي د سر د بدلې نه هم سېوا غږيږي
د خپلو زړونو چې ليلام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
څو درباريان ، دبړه ماران مشر ته غوږ کې وايي
څوک چې ملاتړ ددې نظام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
زه يې د پښو خاورې په سترګو ښکلوومه خدايه !
هغه مې قدر د کلام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
ستا دسينې په باغ ، خو څوارلس پسرلي واوښتل
چې انار نه نيسي بادام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
څوک چې سپېڅلو اياتونو ته په سپکه ګوري
چې څوک يې حکم د اعدام نه کوي ښه نه کوي
تسل
د يار ستاينه مې په دوه زره الفاظو وکړه
چې اراده د يو انعام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
چې په سره اوړي کې زمونږه پختونخوا ته راش
سيل د صوات او د کالام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
چې سره غرمه ، بلا مزل او يار نه خوله وغواړې
چې سم دستي په کې اقدام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
زما د راز ټولې خبرې يې په ما وکړلې
هغه چې ما غوندې تمام نه کوي ښه نه کوي
تسل
د ځينو ځينو ملګرتيا په سر کې ګرمه پيل شي
خو بيا يو څو ورځې دوام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
دې بعضو بعضو پښتنو پښتو ته هېڅ ونه کړه
چې پښتون فکر ګام په ګام نه کوي ښه نه کوي
تسل
خامه خېشته درغاړې وځي خامه خامه جينۍ
عشق د خولګۍ په شانتې خام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
زه هوايي مرغه يم نه مې نيسي نه مې ساتي
يار چې د زلفو راته دام نه کوي ښه نه کوي
تسل
مونږ مولانا ، حافظ ، بې دل او شېرازي واورېدل
څو رباعيات چې د خيام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
هغه د کفر هر ګذار ته سينه سپر ونيوه
عراق چې ننګه د صدام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
هغه ، خو ستا په ياد کې ناست دى ستا تصوير جوړوي
څوک چې يقين پرې د رسام نه کوي ښه نه کوي
تسل
خدايه مخلوق دې سر کشي په څومره حد کې کوي
چې پيل د ګټې ستا په نام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
خونه د هغه سړي ړنګه چې شپېته راغواړي
او د پنځوسو انتظام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
انسان د هرې کيسې پيل په بلا سوچ کې کوي
چې بېرته فکر په انجام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
ښکلي د خپل عزت بلا بلا رازونه سپړي
چې خيال زمونږه په مقام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
بدري جماله ترابان په غرونو واړوله
چې د ورتلو تابيا بهرام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
پاکستانۍ مسلماني مونږ ته معلومه شوله
هسې دې ټوکې په اسلام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
پاچا سر وبايله ، خو خاوره يې ونه شيندله
تشه ژړا پسې عوام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
هغوى له پولې نه را اوړي ، خو مونږ نه شو ورتلاى
هېڅوک پوښتنه ترې مدام نه کوي ښه نه کوي
تسل
زه يې قدم لاندې لاس کېږدم چې ونه درديږي
هغه د بل په خولې پيغام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
چې ته زړه ورکړې او هغه درته خوله نه درکوي
چې سړيتوب دومره ګلفام نه کوي ښه نه کوي
ځواب
ځوابه يار د غرور کوم مقام ته ورسېده
مونږ ته نظر د يو غلام نه کوي ښه نه کوي
ساحل
شعرونه