جينۍ ته سترګه رپوه رپيږي
په تش نظر او اشاره رپيږي
سپېڅلې مينې درته حق حيران يم
چې زه رپېږمه هغه رپيږي
زه د وصال غزل ليکمه ناست يم
ولې کمزورې شوه ډيوه رپيږي
يار ماشومان خويونه نه هېروي
چې ورته ووايمه ځه رپيږي
يار به راځي او که به زه ورځمه
په دواړو سترګو کې يوه رپيږي
عجيبه ځاى دى غاړه مه بندوه
باران وهلې ده او ښه رپيږي
ووايه تاسره به څه کومه
تاته مې ټوله عقيده رپيږي
ساحله بيا چا کودتا کړې ده
په زړه مې بيا نوې جنډه رپيږي
.
17.12.2011
- احمد بختيارساحل
يو في البديهه مشاعرهد تېرې جمعې ماښام ځواب راته زنګ راووهه چې (( ساحله هغه برهان الدين تسل والله چې خپه کېږي ، او که ته کار نه لرې نو نن شپه به ور شو )) ما هم ورسره ومنله برهان الدين تسل زمونږ يو ډېر خوږ ملګرى دى ، هلته موشپه يوړه زه ، عزت الله ځواب او زما د ترور زوى عاشق الله ورغلو ، تسل او مشر ورور يې صلاح الدين زموږ ښه کوربه توب او عزت وکړ د دوى مينه دورمه خوږه وه چې تر خوړو او سکو وروسته مو پام د يوې في البديهه مشاعرې په لور واوښت او ځواب دا هيله وکړه چې بايد ترسره شي نو ما ورته کړه...
20.12.2011
- احمد بختيارساحل
عشق دې سترګو نه را اوري بېرته بيازما زړه درپسې ښوري بېرته بياعجيبه شرارتونه ، خورويچې په منډه کې راګوري بېرته بيابيا مې زړه چاپسې وځي له سينېبيا ځليږي بلا ستوري بېرته بياپه پرېوتې زمانې پسې روانوطنوال مې شوه کمزوري بېرته بيازه خانان ستايلى نه شمه اللهمانه واخله غزلتوري بېرته بياانساني پرستشان راغله ساحلخلک ځي د چا په لوري بېرته بيا...