عشق دې سترګو نه را اوري بېرته بيا
زما زړه درپسې ښوري بېرته بيا

عجيبه شرارتونه ، خوروي
چې په منډه کې راګوري بېرته بيا

بيا مې زړه چاپسې وځي له سينې
بيا ځليږي بلا ستوري بېرته بيا

په پرېوتې زمانې پسې روان
وطنوال مې شوه کمزوري بېرته بيا

زه خانان ستايلى نه شمه الله
مانه واخله غزلتوري بېرته بيا

انساني پرستشان راغله ساحل
خلک ځي د چا په لوري بېرته بيا