په دې هم پوى نه يو چې څه به کوو
څه چې کوو زړګيه ښه به کوو

د ښار له جونو نه ، خو نه خلاصيږو
پرېکړه مو کړې ده واده به کوو

که د مغل په خاوره هم دېره شوو
نو عادتونه پښتانه به کوو

ته کور راضي کړه زه به ځان بدل کړم
چې مينه پالو ياره زړه به کوو

زړونه په خپلو کې وېشو لاليه
په ښار کې ژوند کوو ، نو خوله به کوو

ساحله شنې دې ګوره خون ونه کړي
سترګې به تورې کړو رانجه به کوو